fbpx

ضيا الحق امرخيل خپل مبارزين بې نوا پرېښودل

د ټاکنو کميسيون د دارالانشاء پخوانى رييس او د ١٣٩٧ کال د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند ضياء الحق امرخېل چې د کانديدانو د لومړي ليسټ له خپرېدلو مخکې يې پراخ کمپاين پيل کړى و، خو کيسه هغه وخت خرابه شوه، چې کله يې نوم د کانديدانو د ليسټ څخه وويستل شو.

د څه هم د نوموړي تر څنګ د يو شمېر نورو کسانو نومونه هم له ليسټ څخه ويستل شوي و او ټولو کسانو ډېر پراخ غبرګون وښود، تر دې پورې چې په ځينو ځايونو کې خو د ټاکنو کميسيون دفترونه هم وتړل شول، خو امرخېل دې کارونو ته لاس وانه چاوه او په ټولنيزو رسنيو يې کمپاين پيل کړ او همدا راز په ډېرى ځايونو کې ورته خلکو غونډې هم ونيولې او د امرخېل په ملاتړ يې غږ پورته کړ، له دولت يې غوښتنه وکړه چې نوموړى بېرته په ليسټ کې شامل کړي.

ضياء الحق امرخېل چې په خپله فېسبوکپاڼه کوم پوسټونه کړي و، د هغې تر مخه نوموړي ويلي و چې د کانديدانو د ليسټ نه يواځې د دې لپاره ويستل شوى دى، چې د هېواد اجراييه رييس خوشحاله شي، خو دا يې هم ويلي و چې تر وروستي حده پورې به مبارزه کوي او له خپل حق څخه به نه وروسته کېږي.

هغه ويل چې، د ده ويستل يواځې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ملت د رايو څخه د دفاع کولو له امله دي. نوموړي ولسمشر غني ته د پېغور په ډول ليکلي و، چې که څه هم د ولسمشرۍ طوق دې زما غاړې ته راپرېوت، خو اوس به زه وګورم چې ته په ما ننګه کوې، که د يوه کس د خوشحالولو لپاره موږ قرباني کوې.

په دې برخه کې چې په ولسمشر اشرف غني باندې ډېرى نيوکې وشوې، نه يواځې دا چې نيوکې پرې ضياء الحق امرخېل وکړې، بلکې د هغه پلويانو او دوستانو هم پر ولسمشر غني زياتې نيوکې وکړې او هغه يې بې وفا هم ياد کړ، چې له خپلو ملګرو او پلويانو سره يې وفا ونکړه او دا خبره هم په بيا بيا کېده، چې د خپل حق ترلاسه کولو پورې به مبارزه کوي او په هېڅ حال به له مبارزې لاس نه اخلي.

خو تازه خبر دا دى، چې ضيا الحق امرخېل په ولسي او سياسي برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار وټاکل شو.

يعنې تر پرونه ضيا الحق امرخېل ويل، چې د اشرف غني د ولسمشرۍ طوق يې تر غاړې دى، خو اوس يې ورته ولسمشر غني د سلاکارۍ طوق هم تر غاړې کړ او نوموړي چې کومه مبارزه روانه کړې وه، هغه داسې غلې شوه، لکه د پوکڼۍ نه چې هوا ووځي.

زه حېران دې ته يم، چې هغه زرګونه کسان چې سهار ماښام يې د امرخېل لپاره په ټولنيزو رسنيو ولسمشر غني ته بدې ردې ويلې، او همدا خبره يې کوله، چې د ولسمشر غني پر ضد به مبارزه کوي او د امرخيل حق به ترلاسه کوي، چې اوس به هغوى په کومه خوله خلکو ته مخامخ کېږي.

سياست دايمي دوست او دښمن نه لري، پرون چې ضيا الحق امرخېل ولسمشر غني ته پېغورونه ورکول او په هغه يې تورونه لګول، نن د هماغه ولسمشر ستر سلاکار دى او خپله ټوله مبارزه يې شاته وغورځوله او اوس به ولسمشر غني ته مشورې ورکوي، خو خپل هغه پلويان يې شاته همداسې بې نوا پرېښودل. يعنې که يې پرون له ولسشمر غني دا ګيله کوله چې بې وفا دى، نن يې امرخېل له خپلو پلويانو سره بې وفايي وکړه.

ليکوال : بريالى زمرى