fbpx

پاکستان د پايلوبې پر ځای کور ته ولاړ

پاکستان چې له هندوستان څخه يې په دې اسيا جام سياليو کې سمه ورځ ونه ليدله، له افغانستان څخه يې په ډېره سختۍ لوبه وګټله ، اوس دا دی له بنګلدېش څخه يې په مهمه سيالۍ کې ماته وخوړه او له پایلوبې څخه پاتې شول.

پاکستان په اسيا جام کې خورا بې خونده سفر درلود، په (پنځو) سياليو کې يې يوازې دوه سيالۍ له (هانګ کانګ او افغانستان) څخه وګټلې، دوه يې هندوستان ته په لوی توپير وبايللې او بله مهمه لوبه يې بنګلدېش ته، چې ورکړل شوی کوچنی هدف يې پوره نه کړای شو.

په نننۍ برخليک ټاکونکې سیالۍ کې بنګلدېش لومړی توپوهنه وکړ وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې (۲۳۹) منډې جوړې کړې، مشفق الرحيم چې د اسيا جام په لومړنۍ سيالۍ کې يې د سرېلانکا لوبډلې پر وړاندې سليزه وهلې وه، په نننۍ سيالۍ کې يې (۹۹) ارزښتناکې (۹۹) منډې جوړې کړې، له نوموړي سره محمد ميتون مهمه ملګرتيا ترسره کړه چې (۶۰) منډې  يې جوړې کړې. نورو بنګلدېشي لوبغاړو د پام وړ منډې جوړې نه کړې. د پاکستاني توپ اچوونکو له لوري جنيد خان (۴)، حسن علي او شاهين افريدي (۲-۲) او شاداب خان يو لوبغاړی وسوځاوه.

د بنګلدېش له لوري پاکستان ته ورکړل شوی (۲۴۰) منډې هدف دومره لوړ نه و، خو په لومړيو اوورونو کې د بنګلدېشي توپ اچوونکو له لوري د درې مهمو پاکستاني توپوهونکو (فخر زمان، بابر اعظم او سرفراز) سوځولو پر پاکستان فشار زيات کړ، وروسته د امام الحق او شعيب ملک ملګرتيا  د پاکستان منډې تر (۸۵) ورسولې، چې شعيب ملک خپله وېکټه له لاسه ورکړه، امام الحق تر ډېره پر ويشتنځای پاتې شو او د خپلې لوبډلې لپاره يې (۸۳) منډې جوړې کړې، شعيب ملک بيا (۳۰) او اصف علي (۳۱) منډې جوړې کړې، د پاکستان لوبډلې ونه کولای شول چې دغه کوچنی هدف پوره او پايلوبې ته ووځي، د نهه لوبغاړو پر سوځېدو يې (۲۰۲) منډې جوړې او دا مهمه سيالي يې بنګلدېش ته په (۳۷) منډو وبايلله.

د بنګلدېشي توب اچوونکو له لوري مستفيض (۴)، مهدي حسن (۲)، محمد الله، روبېل حسين او سوميا سرکار يو-يو لوبغاړی وسوځاوه.

بنګلدېش د درېيم ځل لپاره د اسيا جام سياليو پايلوبې ته وځي، خو دا ځل له پياوړې لوبډلې (هندوستان) سره مخامخ دي، دا به د راتلونکې جمعې پر ورځ معلومه شي چې کومه لوبډله د (۲۰۱۸)م کال اسيا جام پر خپل نوم کوي.