The news is by your side.

ايفون والا قبر

 مسکو: په روسيه کې د يوې مړې شوې جلۍ د قبر شناخته د (ايفون) موبايل په ډول د هغې د خپلوانو له لوري جوړه شوې چې د مړې شوې جلۍ عکس په کې هم کښل شوی دی، ويل کېږي چې مړې شوې جلۍ له موبايل سره بېحده مينه درلوده، ځکه يې خپلوانو دا کار ترسره کړی دی.

د روسيې په (اوفا) ښار کې د (۲۵) کلنې مړې شوې (ريټا شاميوا) د قبر دغه شناخته چې د ايفون په څېر جوړه شوې، پنځه فوټه جګوالی لري چې له تورې تيګې څخه کټ مټ د ايفون په څېر جوړه شوې.

د ايفون شناختې شاتنۍ برخه چې کټ مټ ايفون ته ورته ده

د شناختې مخ بیا د ايفون موبايل د ښيښې په څېر دی، چې د (ريټا) انځور پر هم رسم شوی، نوموړې دوه کاله وړاندې د نامعلومې ستونزې له امله مړه شوه، چې وروسته يې پلار (شاميو) پر قبر دغه ډول شناخته جوړه او نسب کړه.

د ريټا انځور پر شناخته ښکاري

د (يوزنويي) په هديره کې دا تر ټولو هسکه شناخته ده، چې د تيګې پر يو اړخ (بارکوډ) هم شتون لري، د شناختو ځايي جوړوونکي وايي چې دا شناخته دوی نه ده جوړه کړې،

ويل کېږي (ريټا) د سيل او چکر شوقۍ وه، چې نږدې په ټوله اروپا کې يې ملګري درلودل.

د يادونې وړ ده چې دا ډول شناخته يو ډيزاينر (پاويل کليوک) د يو اعلان لپاره جوړه کړې وه، چې بيا وروسته يې ډېر مينوال پیدا کړل.