fbpx

لا هم د ده مړی خوشبوی لري

د عامه ذهنیت په اړه ډیر تیوریکي بحث ته نه ځم. یوازې دومره وایم چې عامه ذهنیت د یوې ټولنې د وګړو د باورونو او افکارو ټولګه وي، چې له بیلا بیلو لارو یې ترلاسه کوي او په ورځني ژوند کې يې پر چلندونو واکمني کوي. عامه ذهنیت ځيني وخت کې په واقعیت ولاړ وي او ځيني  وخت هیڅ واقعیت نلري او د ناسمو معلوماتو نتیجه وي.

عامه ذهنیت یو ډول قدرت دی خو عادي قدرت نه بلکې، له ډیرو قدرتونو ډیر اغیزمن او د ډیرو (حقوقي او حقیقي) شخصیتونو د چلند د کنټرول لپاره قوي وسیله ده.

مثبت عامه ذهنیت هغه قدرت دی چې هیوادونه یې د پرمختیا څوکې ته خېژولي، کمزورو حکومتونو ته یې قوت ورکړی، د غریبو ولسونو ژوند يې هوساکړی او هان دوښمنان یې په دوستانو ور بدل کړي دي.

خو منفي عامه ذهنیت هغه قدرت دی چې د نړۍ قویترین حکومتونه یې پرځولي، دوستان یې ورته په دوښمنانو بدل کړي او  د انسانانو نیکمرغه ژوند یې بدرنګ کړی او نظامونه یې ړنګ کړي دي.

د عامه ذهنیت په هدفمنه خوا مدیریتول د سیاستوالو یا حکومت یوه اساسي دنده ده. قوي حکومتونه د خپلې ټولنې د بیلا بیلو قشرونو ګډوډ  افکار او عامه ذهنیت په یوه مطلوبه خوا روانوي. خو د عامه ذهنیت مدیریتول څه ټوکې ندي. بیا  په داسې وطن کې چې پکې نوې لویه نړیواله سیاسي لوبه روانه وي، اساطیر پکې حاکم وي، عقلانیت سره د خلکو تربګني وي او نړیوال قدرتمن لوبغاړي پکې د خپلو ګټو په خاطر د عامه ذهنیت رهبري کوي.

د عامه ذهنیت په مدیریت کې په ډله ییز او ګوندي شکل هڅې ډيرې ګټورې وي او ملي دولتونوnation states   پیاوړتیا لپاره مهم رول لري. خو که ګوندونه ملي دولت ته  ژمن نه وي، نو د یوې برخې وګړو د عامه ذهنیت مدیریتول د دولت په ضعف کې هم ډیر رول درلودای شي.

بدبختانه زمونږ په وطن کې ګوندونو همېش د خپلو شخصي او ډله ییزو ګټو په خاطر عامه ذهنیت د ملي دولت پر ضد رهبري کړی او دا لړۍ اوس هم جریان لري. د شهید په نامه اوونۍ کې ثابته شوه چې یو مخصوص ګوند د خپلې مخصوصې ډلې عامه ذهنیت د ملي دولت  د کاواکۍ او ضعف لپاره ښه په سرو سترګو وکاراوه.

افسوس چې زمونږ حکومت د عامه ذهنیت په جوړولو او رهبرۍ کې پاتې راغلی او پر دې بریالی شوی ندی چې په مطلوبه خوا یې مدیریت کړي او  د تجربې له مخې، اوس هم د دولت بې وسلې او وسله وال مخالفین پر عامه ذهنیت تر حکومت ډیر حاکم دي او په خپله ګټه يې کاروي.

د ساري  په توګه په څوو برخو کې د ځينو خلکو په تېره د ناخبرو او  لیرې پرتو سیمو هیوادوالو عامه ذهنیت ته اشاره کوم. دوی تل جګړه په همدغه عامه ذهنیت توجیه کړې او په لاشعوري ډول یې د جګړې د بستر په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.

١-: اسلامي او کفري نظام – ډېموکراسي او خلافت

داسې حال کې چې د افغانستان اساسي قانون له مخې هیڅ قانون له اسلام سره په ټکر کې واقع کیدای نشي، او د افغانستان قوانین د نړۍ له زیاتو اسلامي هیوادونو څخه ډیر اسلامي دي، خو بیا هم په محلي کچه local level او هان ځيني چارواکي اوسنی نظام کفري بولي. تاسو که کلیو او بانډو ته ولاړ شئ، ښارونو کې له عامو خلکو سره وغږيږئ، د کډوالو کډغالیو ته سرورښکاره کړئ، جوماتونو کې د رسمي او غیر رسمي ملایانو خولې بوی کړئ، د ځينو لوړپوړیو چارواکو په اړه لږه ژوره پلټنه وکړئ،  نو درمعلومه به شي چې دوی اوس هم شته نظام کفري ګڼي.

په ځانګړي ډول په محلي کچه او  عموما په ښار کې خلک ډېموکراسۍ ته سپک وايي. هان ډېموکراسي (مور کو..ي، کو.. لوڅي) بولي. او په مقابل کې یې د طالبانو افراطي نظام امنیت او عدالت د بېلګې په ډول یادوي.

ځيني چارواکي هم  د دغسې پوچ عامه ذهنیت ښکار ګرځيدلي او د تائید سر ورته ښوروي.

ډیره د خپګان خبره ده چې زمونږ اسلامي حکومت، له دومره جهادي رهبرانو، د مکې له فتواګانو، د حج او اوقافو وزارت له لکونه معاشخورو سره – سره  په ۱۶ کاله کې خپل ځان مسلمان نکړای شو.

همدا شان پر دغه شان ولس یې دا ونشوه منلای چې ډېموکراسي د طالبانو تر امارت څو چنده ښه ده او د ولسونو ازادي، ښیرازي او سعادت تر نورو نظامونه ښه تر تامینوای شي.

٢-: ملي پوځ – ښه او بد

په ځينو ځایونو (البته په محلي کچه) یو ملا د ملي پوځ د عسکر جنازې ته په سختۍ ځي، که ولاړ شي نو خلک ورپسې غږیږي، چې پلاني ملا د اردو یا پولیس جنازه کړې او ګواکې مرتد شوی دی.

ما له ډیرو کلیوالو او سپینږیرو اوریدلي چې د پلاني طالب له مړي خوشبويي تله او د شپې له خوا یې پر قبر ډیوې بلیدې، که رد یې کړې نو وايي چې ګواکې ته د شهیدانو شهادت نه منې او کافر یې. که په خوله څه ونه وايي نو په زړه کې درسره تر ابده دوښمني ساتي.

د دولت د مخالفینو او غلو مړيو ته اوس هم زما کلیوال او بانډڅیان لوړتیا ورکوي او وايي چې په حقه لار کې مړه شوي او د جنت خوشبوی ترې ځي. د دغسې خلکو په ذهنیت کې زما مړی بد او د ده مړی ښه دی. زه لا هم  دوزخي او دی جنتي دى.

٣-: حکومت کې ونډه او ګټه – حکومتي چارواکي

په لیرو پرتو سیمو کې عام ولس په تېره هغه خلک چې له حکومت څخه باندې دي او له دولت نه په پرتلیز ډول ډیره ګټه لاسته نه ورځي، پر دې نظر دي چې دولت د یو څو تنو په خدمت کې دی. هر څوک چې زر او زور لري، هغوی له دولت نه ګټه اخلي او  د نورو لپاره هیڅ کار نه کوي.

د ځینو خلکو له دولت نه د بیلوالي او پردیوالي دا حس دومره قوي شوی چې په هیڅ صورت او ساعتونو استدلال وروسته یې هم قانع کوای نشې چې په حکومت کې پاک چارواکي هم شته دي.

د دغسې عامه ذهنیت په لیدو انسان خورا مایوسه شي او د مفسدینو له لاسه دې نظام ته اړول شوی تاوان یې سترګو ته نېغ ودریږي. په حکومت کې د فساد شتون او عدالت ته د ځینو چټلو چارواکو نه ژمنتیا د دغو خلکو د پردیوالي حس قوي کړی او په یقین یې ور بدل کړی دی.

٤-: قانون او بې قانوني

له حکومت څخه د باندې خلک پریږدئ، ما خپله له لوړ پوړیو چارواکو اوریدلي چې قانون مانون مه کوئ او په دې وطن کې قانون او اصول نه چلیږي. د کلیو او بانډڅیانو خو بیخي ذهنیت داسې جوړ دی چې دلته هر کار په پيسه او زور کیږي او قانون هیڅ ارزښت نلري.

حال دا چې په دې نظام کې یو شمېر انسان مین خلک شته چې قانون او اصول ورته تر هر څه مهم دي او له همدې امله په ادارو کې له زورواکو، چارواکو او لنډغرو سره په پرله پسې مبارزه اخته دي، خو عامه ذهنیت کې د دغسې خلکو تصور له سره راتلای هم نشي.

د  ولس د ډیری برخې (په تېره په محلي کچه) د منفي عامه ذهنیت ژورو ته ننوتل په پاسنیو څو ټکو نه خلاصه کیږي. دې برخه کې ژورې څيړنې پکار دي. د هیواد د بیلا بیلو قومونو او قشرونو عامه ذهنیت څيړل، علتونه یې روښانول او د عامه ذهنیت مطلوبې خوا ته مدیریتول او په عامه ذهنیت کې مثبت ټکي برجسته کول غواړي. او د رښتيني ملي یووالي او وحدت خواته د عامه ذهنیت رهبري کولو لپاره د عامه ذهنیت روزلو او پاللو ته جدي اړتیا ده. تر هغې چې په ذهنیت کې جګړه او نفرت شنډ شوی نه وي، خارجي نړۍ کې یې شنډول  ګران او حتا ناممکن بريښي.

عامه ذهنیت ته په پاملرنې او مدیریت سره حکومت د کامیابۍ په لور مثبت ګامونه اخېستای شي او مغرضې ټوپکمارې، لنډغرې کړۍ فلجوای او له قدرت نه غورځوای شي.

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.