fbpx

د کمپاين د لومړۍ ورځې ټوکې \ ١٥ جالب انځورونه

نن د ټاکنو د خپلواک کميسيون د لارښوونې سره سم د ١٣٩٧ کال د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره رسمي کمپاين پيل شو. د شپې ١٢ بجې رسمي کمپاين پيل شو او تر سهاره پورې بيا ټول هېواد د کانديدانو له انځورونو څخه ډک و. د سرکونو په منځ کې پايې، دېوالونه، بلبورډونه، موټرې، حال دا چې کوم ځاى چا پېدا کړى دى، هلته يې خپل انځور لګولى دى.

خو په دې لړ يو شمېر جالب انځورونه هم مخې ته راغلل، چې په ټولنيزو رسنيو هم ډېر خپاره شول، که چا خپل انځور سرچپه لګولى و، نو ځينو بيا انځورونه د خلکو په شا هم لګولي و، دلته مو درته ١٥ هغه جالب انځورونه راغونډ کړي دي، چې د کمپاين په لومړۍ ورځ باندې مخې ته راغلي دي. په دې انځورونو کې د خندا او خوند تر څنګ، عبرت هم شته.

١- : سرچپه مخلوق

د کمپاين جالب عکسونه (4)

چون د ولسي جرګې لپاره رسمي کمپاين د شپې ١٢ بجې پيل شو، نو کانديدانو په هماغه وخت د خپلو انځورونو په لګولو پيل وکړ، نه چا شپې ته وکتل او نه يې هم تورتم او تيارې ته وکتل، خو بس د سرک په منځ کې هرې پايې ته دوه دوه او درې درې کسان راځوړند و او د خپلو کانديدانو عکسونه يې نصبول، نو په همداسې حال کې دا ښاغلى، چې دا عکس يې سرچپه لګولى دى، ايله په همدغه وخت له خوبه راجيګ شوى او دې ته يې نه دي کتلي، چې د کانديد سر يې چرته دى او …………. خو بس شمېر يې پوره کړى.

٢-: چې له کوره راوتئ، شاته پام کوئ

د کمپاين جالب عکسونه (6)

له دې عکسه ښه عبرت واخلئ او هر وخت چې له کوره بهر راوتئ، نو سترګې مو څلور، بلکې اته کړئ، تر څو ستاسو سره هم داسې لوبه ونه شي. ځکه په هېواد کې ولسي جرګې ته په زرګونو تنه ولاړ دي او ډېرو بېچاره ګانو ته پکې ځايونه نه پېدا کېږي، چې خپل انځورونه پکې ولګوي، نو بس يو نيم چې پکې ډېر سرزورى وي، نو هغه د خلکو په شا، مطلب په ملا هم خپل انځورونه نصب کړي.

٣-: د مطلب ياري

د کمپاين جالب عکسونه (13)

دا د يوه بل کانديد د کمپاين پوسټر دى، ډېر پسې مه ګرځئ، شعر يې وګورئ.

نه ياري شته نه دوستي شته عجب کار دى

زما په فکر هر سړى د مطلب يار دى

دې غريب، بېچاره او مفلس کانديد ته هر سړى د مطلب په سترګو ګوري او بېچاره دې مطلبي خلکو دومره په تنګ کړ، چې نور يې په خپل رسمي کمپاين کې هم له دې شعر څخه ګټه پورته کړه. نور نو تاسې ښه پوهېږئ، ماشومان نه يئ.

٤-: جذبه خدمت

د کمپاين جالب عکسونه (5)

دا يې واخله بل، کله چې په يوه چا د خدمت جذبه ډېره غالبه شي، نو له هغه څخه بيا داسې کارونه هم کېږي، چې سم او غلط کار ته نه ګوري، خو د جذبې په خاطر يې کوي. اصلاً خبره مې عکس پسې کوله، خو چرته رانه څه وويل شو، اوس چې دا يې د شپې لګولى او که يې په غلا لګولى، چې سړى يې داسې سر ښکته…………. ودرولى دى.

٥-: درې بالښتونو والا ماما

د کمپاين جالب عکسونه (2)

دا ملا لنډى رسول چې هم تاسې نه پېژنئ، نو بيا خو د وهلو لايق يئ او ضيا کاکا خو نو د ټولو کاکا دى، له هغه سره به څوک څه ووايي، خو بيا هم مقصد که تاسې رايه لرئ او غواړئ چې د هېواد دې خدمتګار ته يې ورکړئ، نو کولاى شئ چې خپل امانت دې سړي ته وسپارئ، ځکه بالښتونه يې انتخابي نښه هم ده.

٦-: وفاداره ببو

د کمپاين جالب عکسونه (8)

دا وفاداره ببو وايي، که چېرته تاسې ورته رايه ورکړه، نو بيا به ستاسې وفاداره وي، او اسلام ته به هم تابع وي، خو که مو رايه ورنکړه، نو بيا اسلام ته تابعداره هم نه ده او تاسې ته وفاداره هم نه ده. نو مجاهد پرور ملته، په خپلو رايو کې دا ببو جانه هم مه هېروئ.

٧-: چې غ.. کوئ، بيا يې پاکوئ

د کمپاين جالب عکسونه (12)

دا د ملت خدمتګاران دي، دوى غواړي چې هېواد سمسور او پرمختللى کړي، خو خبره دا ده، چې دا خپل مردارى او چټلي ترې همدلته پاتې شوه، په دېوال لګېدلې چټلي نه يادوم، دا لاندې چې په ځمکه پرته ده، دا چټلي درته يادوم. اصلاً دا د ٨م عکس سرليک هم ما نه دى ټاکلى، يو فېسبوکي ملګري ټاکلى، خو دلته يې راوړل هم مناسب نه دي.

٨-: دا يې لا بله

د کمپاين جالب عکسونه (11)

ځه، مجاهد پرور ملته! تاسې په دې کې هم خپه يئ، دا خلک چې د هر يو شعر لوى کانټېنر نه شي وړلاى، او ژمنې خو يې داسې دي، چې که مو کامياب کړل نو په مياشت کې دننه درته له هېواده جنت جوړوي، دا خو وړې وړې خبرې دي، لارې کوڅې دي، په خپله هم لږه خواري وکړئ، لاسونه وخوځوئ او دا ځايونه پاک کړئ، اخر دا خلک به سبا ستاسو استازي وي.

٩-: ماما بادرنګ کيلو په څو دي؟

د کمپاين جالب عکسونه (10)

معنا که چېرته مو بادرنګ اخيستل او درته يې په کاغذ کې درکړل، نو تشويش مه کوئ، دا به د کوم کانديد پوسټر يا انځور وي، چې بادرنګي ماما به پکې خپل بادرنګ خرڅوي. ځکه چې د انځورونو د لګولو لپاره خو نور کوم ځاى پاتې نه شو، اوس په دې چل په خلکو باندې دا خپلې مبارکې څيرې ويني.

١٠-: توتو ماما دى

د کمپاين جالب عکسونه (9)

يعنې اوس به سړى له دې مجاهد پرور کانديد سره څه وکړي، چې د سرک منځ پايې دېوالونه، رکشې، موټرې، انسان، هر څه يې په انځورونو ولړل، اوس يې دا بېچاره توتو ماما هم راګېر کړى او په لکۍ پسې يې ورته خپل انځور ورکلک کړى دى. خو هسې، که چرته توتو ماما رفع حاجت کاوه، نو چې دا به چرته ورځي؟

١١-: انسانيت هم د کار څيز دى

د کمپاين جالب عکسونه (7)

انسانيت هم د کار څيز دى، خو که په چا کې وي، تاسې وينئ چې يو لېونى هم له دې مجاهد پرور کانديد څخه خلاص نه شو او خپل ځان پرې دومره ګران دى، چې اوس يې د يوه لېوني په شا پسې هم ځان کلک کړى دى. يعنې دا کس هم دا دعوه کوي، چې د ولس او هېواد خدمت کوي، بس اوس نو خوښه ستاسې ده، که رايه ورکوئ او که يې په روميانو ولئ.

١٢-: کله مو ديوالي لمانځلې؟

د کمپاين جالب عکسونه (3)

مقصد موږ هېڅ نه وايو او نه څه ويلى شو، انځور چيغې وهي، چې هغه ملت بريالى دى، چې د (ديوالي) په (ګڼه) سمبال وي. هسې دا (ديوالي) زما هم ډېر خوښېږي، خو څه وکړو، زموږ په برخه نشته نو.

١٣-: زما چرګه تکه سره ده

د کمپاين جالب عکسونه (2)

او اوس به نو دې خبرې ته راشو، چې زموږ سره د کندوز ولايت څخه يو داسې کانديد دى، چې هغه ولسي چرګې ته ولاړ دى او کله چې ترې موږ پوښتنه وکړه، چې اخر ولې، دا ټول خلک ولسي جرګې ته ولاړ دي او تا چرګه رانيولې ده، نو يې راته وويل، چې زه خو د ټولو په شان نه يم، اوس تاسو له دې سړي سره څه کوئ، دا ستاسو خوښه ده، که چرګه ترې جوړوئ او که بانګي.

١٥-: سړى خو ځاى چرته د انځور د لګېدو پرېږدي

د کمپاين جالب عکسونه (1)

مقصد که کوم کانديد درته خپل انځور يا پوسټر درکاوه، نو لومړى يې له ليرې بوى کوئ، لا هم موسم ګرم دى او بيا چې يو سړي خپل انځورونه په تخرګ کې کلک نيولي وي، نو سخت چک به اچوي. هسې دا مجاهد ملت هم دومره زياتى کوي، خو که دېوالونه او پايې ډکې شوې، خو ستاسې ملاګانې خو لا اوس هم خالي دي، همدا د يو څو ورځو لپاره په خدمت ورکړئ کنه.

١٥-: کاروان عظيم

د کمپاين جالب عکسونه (1)

او دا زموږ د ستر او عظيم کانديد يو لوى موټريز کاروان دى، چې په شين …….. کې روان دى. اوس نو چې تاسې يو غريب او بېچاره دې ته نه پرېږدئ، چې په ملا درته انځور ولګوي، نو څه وکړي، څاروي خو چا منع کړي نه دي.

نوټ: دغه يو څه موږ راغونډ کړل، پاتې راسره تاسې شريک کړئ.

ليکوال : بريالى زمرى

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.