fbpx

ټاکنې، کمپاین او امنیتي وضعیت

ليکوال : هیواد ارمان

په افغانستان کې د ۱۳۹۷ هـ ش کال د پارلماني ټاکنو کمپاین یا انتخاباتي مبارزې داسې مهال تېره ورځ (جمعه) رسماً پیل شوې چې د هېواد نږدې نیمه برخه خاوره د افغان حکومت د بېلابېلو مخالفو وسله‌والو تر ولکې لانده ده.

له امریکا خپرېدونکې لانګ وار ژورنال «Long War Journal» ورځپاڼې په یوې تازه خپرې شوې څېړنه کې لیکلي، اوس‌مهال د افغان حکومت د مخالفو وسله‌والو له جملې، یوازې طالبان په ټول افغانستان کې ۴۱ مهمې ولسوالۍ تر خپلي ولکې لاندې لري او په ۱۱۸ نور هغو کې شدیده جګړه روانه ده چې ډېری وخت په کې ژوند کول ډېر سخت شي او له کبله يې وګړي نورو ولایتونو یا ولسوالیو ته کډه کوي.

د دې ژورنال په باور، د مخالفینو تر ولکې لاندې ولسوالۍ داسې دي چې وسله‌وال طالبان په کې په ښکاره د ولسوالۍ اداري چارې مخ‌ته وړي، د خلکو امنیت نیسي، صحرايي محکمې چلوي، د دوی په وینا خپل شرعي قانون په کې پلی کوي او همداراز د دې ولسوالیو وګړیو ته بېلابېل خدمات وړاندې کوي.

خو د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار اداره یا سیګار بیا وايي، وسله‌وال مخالفین په ټول افغانستان کې ۱۱ ولسوالۍ تر ولکې لاندې لري په ۳۴ نورو هغو کې پراخ نفوذ لري او په ۱۱۹ ولسوالیو کې جګړه روانه ده. د سیګار په وینا نسبي امنیت په کې هم نه‌شته چې خلک په کې په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

ښکاره خبره ده په هغو سیمو کې چې د وسله‌والو تر ولکې لاندې دي، کمپاين څه چې ټاکنې او رایه ورکونه په‌کې هم ناشوني دي؛ نو اوس پوښتنه دا ده چې په هېواد کې په داسې بد امنیتي وضعیت کې د ټاکنو ترڅنګ انتخاباتي مبارزو ته څومره زمینه برابره ده او د نوماندانو او رایه ورکوونکو ژوند ته څومره ګواښ دی؟ ایا نوماندان به په ډاډه زړه وکولای شي داسې سیمو ته ورشي چې د حکومت د مخالفو وسله‌‌والو تر ولکې لاندې دي او یا جګړه په‌کې روانه ده؟

ښکاره خبره ده چې هېڅ نوماند د څو رایو د اخېستلو له‌پاره خپل سر نه قرباني کوي او لرې پرتو سیمو ته نه‌ځي. کله چې په دومره شمېر ولسوالیو کې وسله‌وال پراخ نفوذ ولري او یا په‌کې له افغان حکومت سره جګړه روانه وي؛ نو څنګه ممکنه ده چې خلک دې په ښکاره او خوندي ځایونو کې په ډاډه زړه کمپاین وکړي او یا دې رایه ورکوونکي له وېرې پرته د ټاکنو په ورځ د خپل خوښې نوماند ته رایه ورکړي؟

کله چې په لویو ښارونو کې نوماندان خوندي نه وي، نو په لرې پرتو سیمو کې به څنګه وکولای شي چې خلک له خپلو برنامو او راتلونکو پروګرامونو څخه خبر کړي. همداراز، په هغو سیمو کې چې ډېره برخه يې د مخالفینو تر ولکې لاندې دي، کولای شو ووایو چې هلته خو لومړی د ټاکنو او کمپاین تر سره کېدل ناممکنه دي، که چېرې ټاکنې او کمپاین هم کېږي؛ نو له مخالفینو سره په جوړ جاړي به کېږي چې هر ډول اصولو او قانون څخه سرغړونه ده.

ځکه دا ډول نوماندان د خپلې بریا په وخت کې له مخالفینو سره نږدې اړیکې لري، امتیازات ورکوي، او وخت ناوخت يې د دولت په چوکاټ کې غوښتنې مني، که يې غوښتنې و نه مني، ان د مرګ ګواښ ورته هم کوي؛ نو کله چې ټاکنې او کمپاین په دا ډول جوړجاري تر سره کېږي، ولس خو یو ځل بیا بې‌وکیله پاتې شو، ولس به بیا د یو بې‌کاره او فاسدو وکیلانو شاهد وي او پارلمان به د داسې استازیو کوربه وي چې خلک به پخوانۍ شورا شکر وباسي.

همداراز، په هغو سیمو کې چې د وسله‌والو تر ولکې لاندې دي، تر ډېره په کې د کمپاین او ټاکنو کېدل ناشونی کار دی، په دې صورت کې د دې سیمو وګړي خو یو ځل بیا په ولسي جرګه کې بې‌‌استازي پاتې شول او د دوی غږ به د مسوولیتو تر غوږو څوک رسوي؟

که نوماندان په دا ډول سیمو کې له مخالفینو سره جوړجاړی نه کوي، نو لکه له کندهار ولسي جرګې ته نوماند او مدني فعال محمد ناصر مبارز په څېر به په نښه کېږي چې دا یوه بله ستره فاجعه ده.

د پورته ذکر شویو شواهدو له مخې، زما په اند اوسنی امنیتي وضعیت د کمپاین او ټاکنو له‌پاره هېڅ مناسب نه دی، که ټاکنې هم کېږي، نو یوازې یو نمایشي دیموکراتیک عمل به وي. ځکه په دا ډول امنیتي وضعیت سره په ټاکنو کې د هر ډول پراخ فساد امکانات شته، خو د ملي وحدت حکومت مسوولین اوس غواړي ځانته یوازې د اوړو پوزه کېږدي او په دې خلک وغولوي چې پارلماني ټاکنې او کمپاین يې ترسره کړل، ځکه د دې حکومت سرلاري د راتلونکې دورې له‌پاره ځانته سر له اوسه د کمپاین هڅې پیل کړې دي او د ولس ستونزې به همداسې پاتې وي.