fbpx

وېرات کوهلي، بېرته لوبډلې ته راستون او د ټېسټ لوبډلې مشر شو

د هندوستان کرکټ غوراوي کمېټې د وېسټ انډيز پر وړاندې د راتلونکي ټېسټ سېريز لپاره د لوبغاړو نوملړ خپور کړ، ميانک اګروال او محمد سراج چې په کورني کرکټ کې ښه ځلېدلي و، په دغه نوملړ کې شامل  شوي دي.

وېرات کوهلي چې د اسيا جام لپاره له لوبډلې څخه د ټپي کېدو له امله کېنول شوی و، د ټېسټ سياليو لوبډلمشر اعلان شو. د نوموړي مړوند ټپي و، چې اوس روغ شوی او بېرته لوبډلې ته راستون شو.

همدا شان (جسپرېت بومرا او بونېشور کمار) ته هم د دې سيريز لپاره ارام ورکړل شوی او په نوملړ کې نه دي اعلان شوي.

هرډېک پانډيا او ايشانت شرما هم تر اوسه په پوره ډول جوړ نه دي چې په لوبډله کې نه دي اخيستل شوي، هرډېک پانډيا د اسيا جام سيالیو په لړ کې ټپي شوی و.

د دې سياليو لپاره د هندوستان لوبډلې نوملړ کې ((وېرات کوهلي (لوبډلمشر)، راهول، پريتوي شاو، ميانک اګروال، پوجارا، اجېنکی رېحانی، هنوما ويهاري، ريشب پینټ، اشوېن، جدېجا،  کولديف يادف، محمد شامي، امېش يادف، محمد سراج او شاردل ټاکور)) شامل دي.

ددې لوبلړۍ لومړۍ ټېسټ سيالي د اکتوبر پر (۴)مه پيلېږي، چې دوه ټېسټ، پنځه يوه ورځنۍ او درې شل اوريزه سيالۍ د دواړو هېوادونو تر منځ ترسره کېږي.

هندوستان تېره ورځ د اسيا جام سياليو اتلولي د (روهېت شرما) په لوبډلمشرۍ په خپل نوم کړه، په پايلوبه کې يې بنګلدېش هېواد ته په درې وېکټو ماته ورکړه.