fbpx

هندوستان ته ترهګر له پاکستانه راځي

نيويارک: د هندوستان بهرنيو چارو وزيرې ويلي: هندوستان ته ترهګري له پاکستانه راځي، چې هلته د اسامه راپیدا کېدل يې لوی مثال دی.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو (۷۳)مې عمومي ناستې ته د وينا پر مهال د هندوستان بهرنيو چارو وزيرې پر پاکستان تور لګولی چې که څه هم ترهګري په ټوله نړۍ کې خپره شوې، خو هندوستان ته له پاکستان څخه راځي، د نوموړې په وينا په پاکستان کې د اسامه پيدا کېدل د دې خبرې لوی ثبوت دی، خو په ممبۍ ښار کې د لويو بريدونو طراح او پلان جوړوونکی اوس هم ازاد دی.

نوموړې په خپله وينا کې وويل چې پاکستان دې پر هندوستان له دغې هېواد سره  د خبرو اترو څخه شاتګ تور نه لګوي، د هندوستان خلاف ناسم تبليغات کول د پاکستان عادت دی، د پاکستان او هند تر منځ دوه اړخيزې خبرې د پاکستان له امله ځنډېدلي دي، موږ د پاکستان له نوي حکومت سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه، خو  د کشمير د حالاتو له امله وځنډېدې.

سشما سورج زياته کړه، پاکستان پر خپلو ترهګريزو فعاليتونو وياړي او د ترهګرو په نوم د وياړ په پار بېلابېلي توليدات جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر پاکستان په دې وروستيو کې سخت فشارونه وارد شوي، چې دغه هېواد ترهګر پالي او د هغوی ته پټنځايونه ورکوي، په تېرو څو مياشتو کې افغان ولسمشر اشرف غني او پاکستان حکومت ته په ډاګه وويل چې دوی ته واضح ځواب ورکړي چې پاکستان ولې د ترهګرو په ملاتړ بوخت دی، ولې هغه ترهګر چې په افغانستان کې ټپيان کېږي، د دوی په روغتونونو کې يې درملنه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر هېوادونه دا مني چې پاکستان يو له ترهګرپالو هېوادونو څخه دی او د ترهګریزو ډلو ټول پتنځايونه، روزنځايونه او مرکزونه په دغه هېواد کې دي.