fbpx

عربستان کې دورقو(تاش) دلوبې جایزې ته نیم میلیون ډالرټاکل شوي

عربستان کې راتلونکي میاشت د ورقو دلوبې مسابقې کیږي چې دجایزې لپاره یې نیم میلون ډالرانتخاب کړي دي.

دسعودي یوې خبري سرچینې عکاظ  ویلي چې په یاده مسابقې کې دهغه ځای لوړرتبه مشران هم ګډون کوي چې آل الشیخ هم یاد شوی ،ځکه چې هغه ددې لوبودجواز یا قانوني کیدولو امر هم ورکړی دی.

یاده مسابقه اوس په سعودي ډیر رسوخ مندلی ،خویاده مسابقه دهمدې هیواد په الخضراء لوبغاړي په یوه تالارکې ترسره کیږي چې دنړۍ مختلفوهیوادونو مینوال ورته راغوښتل شوي دي.

یاده لوبه به په تلویزون ،انټرنیټ باندې هم ان لین لیدل کیدای شي،

خوځیني علماؤ یې دجواز په ضد مخالفتونه ښوودلي ،هغوی ویلي چې داسي لوبه په اسلام کې نشته اوجواز نلري ،ځکه چې داقمار دی اوکول یې حرام دي.