کور پاڼه / فلم او هنر / په هندۍ فلمي ستورې يو مينه وال د چپلکې ګوزار کړى

په هندۍ فلمي ستورې يو مينه وال د چپلکې ګوزار کړى

هسې خو د فلمي ستورو مينه وال له ستورو ځارېږي قربانېږي او د هغوى لپاره ډول ډول کارونه ترسره کوي، تر څو د هغوى سره وويني، خو د تمنا بهاټيه يو مينه وال په هغې د چپلکې ګوزار کړى دى.

 تاسو به د سياسيونو په اړه داسې ډېر اورېدلي وي، چې خلکو په چپلکو ويشتي دي، خو د يوې فلمي ستورې په اړه به په لومړي ځل داسې خبر اورئ، چې يو مينه وال پر يوې فلمي ستورې د چپلکې ګوزار کړى دى.

په هند کې د سرو زرو د يو دوکان د پرانيستې پر وخت، يو هندي مينه وال پر ٢٨ کلنې فلمي ستورې تمنا بهاټيه د چپلکې ګوزار کړى دى.

د هندي پوليسو د وينا تر مخه، هغه کس يې نيولى دى، چې پر تمنا بهاټيه يې د چپلکې ګوزار کړى دى. د لومړيو معلوماتو ترمخه، د تمنا ٣١ کلن مينه وال پوليسو ته ويلي دي، چې تمنا په يو غلط فلم کې د کار کولو پرېکړه کړې ده او هغه د ډېرې غصې له امله په ځان نه دى پوه شوى او د تمنا د دې پرېکړې پر ضد يې دغسې غبرګون ښودلى دى.

خو د تمنا دې مينه وال دا نه دي ويلي، چې هغه کوم فلم و، چې دى پکې د تمنا په کار کولو غصه شوى دى.

د ټولنيزو رسنيو په ټويټر پاڼه په يو ټويټ کې دغه ويډيو خپره شوې ده، چې پکې ليدل کېږي چې د پرانيستې په دې غونډه کې د تمنا بهاټيه ډېرى مينه وال هم راغلي دي ا همدا راز د پوليسو ډېرى شمېر  هم دلته موجود دي، چې امنيت يې نيولى دى.

په ويډيو کې ليدل کېداى شي، چې يو کس په تمنا بهاټيه د چپلکې ګوزار کوي، خو تمنا بهاټيه په چپلکه نه ده لګېدلې او د سړي ګوزار خطا تللى دى.

ياده دې وي چې ٢٨ کلنه تمنا بهاټيه دا مهال په تيلګو فلم ((نا نوى))، هندي فلمونو ((کوين ونس اګېن)) او ((خاموشي)) تر څنګ په يو مراټي فلم ((اې بي سي)) کې هم کار کوي.

بیا وګوره

د ځوانانو پر معین د بي کفایتي او اخلاقي فساد تورونه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین د بي کفایتي او اخلاقي فساد له …

له نشه یي توکو سره د مبارزي تګلاره به کار ورکړي

له نشه‎يي توکو سره د مبارزې وزارت په ننګرهار ولایت کې کلیوالي کرنیز پروګرام پراخوي. …