fbpx

پخوانی سندرغاړی او اوسنی شهنشاه باچا مړ دی که ژوندی؟

نن ورځ په ټولنيزو رسنيو او په تېره بيا پر فيسبوک يو خبر خپرېده چې ګواکې د پښتو ژبې پخوانی سندرغاړی او اوسنی نعت خوان شهنشاه باچا مړ شوی دی.

دا درېيم وار دی چې د شهنشاه باچا د مرګ په اړه خبرونه خپرېږي، دا چې دا خبرونه څوک او د کومې موخې لپاره خپروي، په اړه يې هېڅ مالومات نه شته.

شهنشاه باچا پر يوټيوب د دغې خبر په اړه خپل ويډيويي پيغام خپور کړی او په  دې سره يې دغه خبر دروغ ثابت کړ. نوموړی وايي، هېڅ نه پوهېږم څوک او ولې دا ډول خبرونه خپروي؟ هغه له ټولو مسلمانانو او په تېره بيا له پښتنو وغوښتل چې د چا په اړه د بې بنسټه خبرونه خپاره نه کړي، ځکه نه يوازې دا چې ګټه نه لري، له امله يې ګڼ شمېر انسانانو ته درد او خفګان هم رسېږي.

پر ټولنيزو رسنيو ډېر کله د نامتو شخصيتونو په اړه دا ډول  بې بنسټه خبرونه خپرېږي، چې د کاروونکو له لوري ورته دومره هوا ورکړل چې خپله شخص دې ته اړ کړي، په اړه يې سپيناوی وکړي.