fbpx

ډاکټر شکېب د افغانستان د علومو اکاډمۍ سرپرست رييس وټاکل شو

د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د حکم په اساس ډاکټر عبدالظاهر شکېب د افغانستان د علومو اکاډمۍ نوى عمومي سرپرست رييس وټاکل شو. نوموړي تر دې مخکې په علومو اکاډمۍ کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست د رييس په توګه دنده ترسره کوله.

((حکم رئيس جمهورى اسلامى افغانستان در مورد توظيف سرپرست اکادمى علوم جمهورى ا.ا

به تاسى از حکم فقره ١٣ ماده ٦٤ قانون اساسى افغانستان، توظيف عبدالظاهر شکيب به حيث سرپرست اکادمى علوم جمهورى ا.ا منظور است.))حکم

له تېرو پنځه نيمو کلونو راهيسې ثريا پوپل د افغانستان د علومو اکاډمۍ سرپرسته رييسه وه.

ډاکټر عبدالظاهر شکېب د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې له تېرو پنځلس کلونو راهيسې دنده ترسره کوي. نوموړي په ادبياتو کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې کړي دي او له پنځلس څخه زيات تحقيقي او علمي کتابونه او په لسګونو علمي څېړنيزې مقالې يې ليکلي او چاپ شوي دي.