fbpx

هغه څوک چې په جګړه کې، جګړې ته نه وي راغلی

لومړۍ نړیواله جګړه وه، د کریسمس رخصتیانې وې، آلماني او انګلیسي سرتیریو سره لاسونه ورکړل او روغبړ یې وکړ، لکه څنګه چې په خپل منځ کې دښمني نه لري. خواړه او ډالۍ یې یو بل ته ورکړې او عملآ یې یو نا لیکلی اوربند اجرا کړ.

یوځای یې سره سندرې وويللې، ورزش یې وکړ او د فوټبال سیالۍ یې وکړې او د هغو کسانو په څیر چې وختونه پس یې یو بل سره لیدلي، خپل عکسونه او آدرسونه یې هم یو بل ته ورکړل او وعده یې سره وکړه چې د جګړې پای ته رسیدو سره به د یو بل لیدنه وکړي! هغه لیدنه د لومړۍ جګړې د ډیرو قربانیانو ورکول له وجې هیڅ کله ونه شوه.

البته د جګړې قوماندانانو په ځانګړې توګه جنرال سرهوراس اسمیت د بریټانیا د پوځ قوماندان خپلو عسکرو ته په غوسه شو او راتلونکي کلونه یواځې جګړه ادامه درلوده، سوله تکرار نه شوه.

دا پېښه په ډیرو شعرونو او نکلونو کې یاده شوې او په کال ٢٠٠٥ کې کریسټین کاریون د مدارکو له حوالې سره د (کریسمس مبارک) په نامه یو فلم هم جوړ کړی دی.

یو لیکوال لیکلي چې: هغه کسان په جګړه کې وژل کیږي چې نه یو بل پیژني او نه پوهیږي چې ولې، مګر هغه کسان جګړه پیلوي چې هم یو بل پیژني او هم پوهیږي چې ولې. د ١٩١٤ د کریسمس ښکلي اوربند د سولې او انسانیت یوه سمبولیکه لحظه د تاریخ په تریخ او ناورین حالت کې نندارې ته وړاندې کړه.

مګر قوماندانانو او سیاستوالو پرې نه ښوده چې دا ښکلې سوله تل پاتې شي.

لومړۍ نړیړیوالې جګړې ٤ کاله دوام وکړ او په دې جګړه کې ٣٧ ميلیونه نظامي او غیر نظامي خلکو خپل ځانونه له لاسه ورکړل او ډیر هیوادونه په عمومي توګه وران شول.

مګر په ١٩١٤ کې د کریسمس په وخت د لنډې مودې سولې، د انسان د ښه فطرت ښکارندویه وه؛  هغه فطرت چې هیله وه د جګړې تر پایه پورې حفظ شوې وای.

د داسې ورځو او کلونو  په هلیه چې په ټوله نړۍ کې جګړې او تاوتریخوالی نه وي.

ژباړه : فضل رباني قاضي زی

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.