زه ملزم نه يم مدعي يم! د کتاب شپږمه برخه.

شپږمه برخه،

عنوان; زندان کې يو وړوکی پاکستان پاتی برخه!

خبريال وېب پاڼه:ظفرالله وویل، چې بلاخره راته استحباراتي افسر وویل چې موږ ستا خلاف هېڅ ثبوت هم ونه موند،  ستا د مسئلې شاته رښتیا هم کورنۍ دښمني ده خو موږ هېڅ نشو کولای، موږ له پاسه مجبور یو. ظفرالله هغه افسر ته وویل چې هر څه تاسو ته ښکاره دي بیا ما په کومه سزا زندان کې ساتئ، تاسو ته له الله ډار پکار دی، له هغه مه وېرېږئ چې خپله بدله اخلي، له هغه وډار شئ چې خپل بدل اخېستل  الله تعالی ته پرېږدي.
استخباراتي افسر ورته ويلي و، خو زه به تا د کوم وړوکي جرم په قضیه کې بند کړم. بیا هغه لويې محکمې ته وړاندې شو او زندان ته راوړل شو.  څو ورځې پس ورته یو ملګری لیدو ته راغی او ورته يې وویل، چې په تلویزیون مې ولیدې چې د (BLA) یو ترهګر له یو لاسي بم او یو ټوپک سره نیول شوی دی.  د کوم نوم چې ظفرالله دی. کله چې له ملاقات راستون شو، خپه کېناست. پخپلو زړو او شکېدلو چپلو يې نظر ولګېدو، له ځان سره يې وویل چې ایا پدې زړو چپلو کې زه د لاسي بم او ټوپک سره د سرک په سر نیول کېدم او له هېڅ مزاحمت کولو پرته به د هغوی لاسونو ته غورځېدم.؟ بیا په خندا، خندا کې په ژړا شو، چې اف دې ظالمانو زه په څه عذاب کې اچولی یم. زما د اولادونو راتلونکی به څه کېږي د کومو چې یواځينی امید یم، زه خو د هغوی د بهترین تعلیم خواهش مند وم.
ما هغه ته ډاډ ورکړ، چې انشاء الله ته به ضرور له بند خوشی کېږې او ستا اولاد به تعلیم حاصلوي. زه د هغه په تکلیف له ټولو ډېر پوهېدلی شم. بلاخره زما له قوم سره خو همدا شوي دي او لا هم کېږي.  د هغوی خو کاروبار همدا دی چې د پښتانو، بلوڅو، مهاجرینو او سندیانو داسې ښکارندوی وي، باید چې ونیول شي او په هغوی باندې یو ځانګړې قضیه یا تور ولګول شي  یعنې که پښتون وي پرې د طالبانو تور او د هغوی کمک کوونکی، که بلوڅ وي یا د بلوچستان وي پرې د (BLA) سره د اړیکې لرلو قضیه، که د کراچۍ بلوڅ وي بیا د (کېنګ) جنګ قضیه، که مهاجر وي بیا د (اېم، کیو، اېم) او د هند ادارې سره د اړیکو لرلو قضیه ورته جوړيږي. هغوی به خوش قسمته وي ګني څوک چې روپۍ يې ورنشي کړای، له عدالت پرته قتل کېږي. د نقیب الله محسود قتل همداسې و، کله چې هغه بېچاره پیسې ورته ور نه کړی شوې، شهید یې کړ، او راؤ آنور په ډېرې اسانۍ سره وویل چې د طالبانو کارمند و. ځکه د هغه باور و، چې خلک فوراً باور کوي، چې که پښتون وي نو حتمًا به طالب وي. که پښتون قوم د هغه په مړینه را ولاړ نه وای نو ممکن د راؤ آنور په سینه به اوس یو بل مډال هم ځوړند وی. د دې ذمه وار څوک دي؟   د دې ذمه وار په افسوس سره د پوځ ادارې دي، کومو چې طالبان خپله جوړ کړل او بیا يې په ملي او بین المللي سطحه زموږ پېژندنه داسې وکړه چې دا هغه خلک دي چې په نړۍ کې يې له ویرې خپرولو پرته بل کار نه شته.
د (ISPR) په همکارۍ باقاعده فلمونه جوړ شول، په کومو کې چې هر دهشت ګرد ته د پښتون څهره ورکړل شوې ده. زما جرم دا هم دی چې ما دا خبره په پوره دلیل او ثبوت سره کړي ده. په ځای د دې چې هغوی خپل دغه عمل ته تغییر ورکړي خو ماته کار کول یې ډېر مهم وبلل، مګر دا خو زما ذاتي مسایل نه دي. دلته زما قام و، چې له هغوی د دې ادارو ډار و، ګني زه به يې چرته وژلی او غورځولی وی. خو مګر زما په قتل سره یا زما په بندي کولو سره د پښتون قوم مسئله حل شوه. که مسئله دا ډول حل کېږي زه تاسو ته لیکلي سند درکوم چې ما د ټول عمر لپاره زنداني کړئ، خو که مسئله نشي حل کېدای نو زه څه، زما په څېر لکونه نور زندانۍ او قتل کړې، د قومونو د حقوقو پایمال او د ملي هویت له منځه وړل به یوه ورځ درته ډېر لوی قیمت پرېوځي او په یاد ولرئ څوک چې له تاریخ څه نه زده کوي، تاریخ خپله پرې تکرارېږي.
۲۱ فروری ۲۰۱۹

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum