fbpx

د افغانستان د علومو اکاډمۍ نوى رييس څوک دى؟

د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د حکم په اساس د افغانستان د علومو اکاډمۍ نوى سرپرست رييس ډاکټر عبدالظاهر شکېب وټاکل شو، له ده مخکې د علومو اکاډمۍ د رييسې په حېث ثريا پوپل پنځه نيم کاله دنده ترسره کړې ده.

ښاغلي شکېب له دې مخکې په علومو اکاډمۍ کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست د رييس په توګه دنده ترسره کوله او همدا راز په علومو اکاډمۍ کې يې له تېرو پنځلس کلونو راهيسې په بېلا بېلو برخو کې دنده ترسره کړې ده.

نوموړى يو شمېر علمي اثار هم ليکلي دي، چې يو شمېر يې چاپ شوي دي، همدا راز په بېلا بېلو مجلو، ورځپاڼو او انټرنېټي پاڼو کې يې وخت نا وخت مقالې هم خپرې شوي دي.

نوموړى يو انسان دوست انسان دى، تل يې له هر چا سره مرسته کړې ده او هر څوک چې يې دفتر ته ورغلي دي، نو په ناپېژندګلو کې يې هم ورسره تر خپله وسه منډه وهلې ده او کارونه يې ورته راخلاص کړي دي.

دلته درسره د نوموړي لنډه شان پېژندنه شريکوو:

عبدالظاهر شكېب، چې له آره د كونړ ولايت دانگام ولسوالۍ سره اړه لري، په ۱۳۵۶لمريز كال د حمل په ۱٣مه نېټه د كندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ د حاجي زرغون په كلي كې زېږېدلى دى. خپلې لومړنۍ زده كړې يې تر شپږم ټولګي پورې د كوزې پښتونخوا د دير ولسوالۍ د جندول مالټو باغ د حضرت عمر فاروق په لومړني ښوونځي كې ترسره كړي، وروسته بيا په ۱۳۶۵لمريز كال د تېمرګرې د محمديې لېسې په اووم ټولګي كې شامل شوى، تر دولسمه يې په همدغه ليسه کې درس ويلى او په ۱۳۷۱لمريز كال  د شهید مولوي حبيب الرحمن له  لېسې څخه فارغ شوى، په همدغه ۱۳۷١لمريز كال د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه كې شامل شوى، چې په ۱۳۷۵لمريز كال د ځينو مشكلاتو له امله ترې پوهنتون په وروستي سمستر كې پاتې شو، وروسته په ۱۳۸۱ لمريز كال له نوموړي پوهنتون څخه د لېسانس په سويه په لومړۍ درجه فارغ شوى دى.

په ۱۳۸٣لمريز كال د افغانستان د علومو اكاډمۍ په كادري ازموينو كې تر برياليتوب وروسته د پښتو څېړنو د نړيوال مركز علمي غړى شو. په ۱۳۸۴لمريز كال يې د څېړنيار علمي رتبې ته ترفېع وكړه او تر څنگ يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه كې د ماسترۍ دوره هم تعقيب كړه او په ۱۳۸۶لمريز كال يې له كابل پوهنتون څخه د ماسترۍ سند ترلاسه كړى دى.

نوموړي په ۱۳۸۸ل كال د څېړندوى علمي رتبې ته ترفېع كړې ده او  په ۱۳۹۳ ل كال يې د څېړنوال علمي رتبې ته ترفېع كړې ده.

ښاغلي شكيب په ۱۳۸۴لمريز كال د پښتو څېړنو د نړيوال مركز د تاْليف او ترجمې انسټيټيوت آمريت دنده هم ترسره كړې او له ۱۳۸٦لمريز كال څخه تر ۱۳۹٠ ل كال پورې د پښتو څېړنو د نړيوال مركز علمي منشي و او له ۱۳۹۲ ل كال څخه تر دې مهاله د افغانستان د علومو اكاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيكو د رياست چارې پر مخ بيايي. نوموړي په ١٣٩٧ لمريز کال له پېښور پوهنتون څخه خپله دوکتورا اخيستې ده.

ښاغلى شکيب تر دې مهاله د بېلابېلو ادارو له خوا په تقديرنامو او ستاينليکونو هم نازول شوى او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس  د  ٢٦، ١٢، ١٣٩٤ ل نېټې  د ١٦٣ ګڼې فرمان له مخې ورته د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي نښان هم ورکړل شوى دى.

ښاغلي شكېب د پوهنتون له دورې څخه تراوسه په لسګونو علمي- څېړنيزې مقالې ليكلي دي، چې په كابل مجله، تكتو، پښتو، پيوټاج،  زيري جريده، عرفان مجله، د سولې هڅه مجله، كونړ غږ مجله، سنځله مجله، لمبه، كندهار مجله، لوپټه او نورو مجلو، اخبارونو او انټرنيټ پاڼو كې نشر شوي دي او د ځينو ملګرو په ګډون يې د پښتو – پښتو تشريحي قاموس دوهم چاپ، زاهد پښتو _ پښتو قاموس، انګليسي – پښتو قاموس، د آريانا دايرة المعارف او د خوشحال خټک د كلياتو په چمتو كولو كې هم ونډه اخيستې ده. پر دې سربېره يې  تر لسو زيات مستقل  علمي _ څېړنيز آثار هم كښلي دي چې ځينې يې چاپ دي.

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.

 

Loading...