زه ملزم نه يم مدعي يم! د کتاب اوومه برخه.

اوومه برخه

عنوان; زه دا څنګه ومنم چې دا یو ریاست دی؟
خبريال وېب پاڼه:
نن د فبرورۍ ۲۳ نېټه ده، په زندان کې هرو دوو اونیو کې د زندان د څار اداره ګرځي او د زندنیانو شکایتونه او غوښتنې اوري او تر یوه حده د ستونزې په هوارۍ کار یا عمل کوي. خو زما دلته هم هېڅ غږ نه اورېدل کېږي او هېڅ ستونزه مې نه هوارېږي. نن د شنبې په ورځ بیا چې د دوی د ګرځېدلو ورځ وه د تېر په څېر مې خپل شکایات بیا ورته تکرار کړل چې نه هم د لوستنې لپاره ماته څه کتاب یا اخبار راکول کېږي او نه هم له دې تورې کوټې تراوسه وېستل شوی یم. هغوی د ستونزې د هوارۍ کیسه وکړه، خو عمل نه!
زما لپاره دلته یو بل ځور پر زندانیانو د تشدد/ ظلم کول و، دلته زندانیانو باندې ظلم کېږي او له دې لارې ترې پیسې په بډو وهي. د پیسو د وصولۍ وروسته يې یو څه ارامه پرېږدي او هغوی چې پیسې نه لري د نهایت سخت ظلم او تشدد ښکار ګرځي او دا هر څه ما هره ورځ په خپلو سترګو لیدل. زما پر خپله بې وسۍ غوسه راتله، خدایه دا څه حال دی کاش زه دې د دې تورو تمبو شاتو نه وای غورځولی او دومره وس دې راکړی وای چې چې د دې ظالمانو ګریوان ته مې لاس اچولی وای او پوښتلي مې وی چې ستاسو د پلار پیسې پرې قرض دي که ولې يې دومره په بې رحمۍ د پیسو د نه ورکړې په صورت کې جزايي کوئ؟ آیا زندان خپله یوه سزا نه ده چې تاسې پرې لا نورې سزاګانې مسلطې کړي دي؟
دا پولیس څومره بې حسه دي، ماته یوه کیسه رایاده شوه، چې په هغه کې هلک له یو مشر پوښتنه کوي چې هغه کوم بوټي دي چې وده کوي، خو لوييږي نه؟ مشر ورته وايي چې دا د بې حسۍ بوټي دي. پولیس رښتیا هم همداسې بې حسه دي.
د زندان د پوليسو پر حال به څه وژاړو، په دې ملک کې د هرې درېشۍ ولا په څېره باندې بې حسي له ورایه ښکاري، چې هر یو ګورو پر خپل هېوادوال ظلم کوي، عزت يې لوټي.
زه څنګه ومنم چې دا یو ریاست دی؟ ریاست خو هغه وي چې ادارې ولري او د هرې ادارې حدود او کار مالوم وي او د هرې ادارې هڅه دا وي چې د دې ریاست تر چتر لاندې اوسېدونکو لپاره څنګه ممکنه سهلتونه او د ښه ژوند کولو اسانتیاوې رامنځته کړي. یعنې ریاست د خلکو لپاره جوړيږي، نه دا چې خلک د ریاست لپاره. د دې ریاست ۷۰ کاله پخوا لا هېڅ څرک او نښان نه و، چې بیا رامنځته شو، د ۲۵ کالو نه وروسته د همدې ریاست یوې برخې خلکو پرېکړه وکړه چې په دې ریاست کې زموږ لپاره ژوند کول ممکن او اسان نه دي، بیا که هر څومره جبر هم وشو، خو نړۍ د یوه نوي ملک او ریاست نقشه ولیده. دا څه نوي کیسه نه ده، د آدم عیله سلام له راتلو وروسته تاریخ شاهد دی چې زرګونه ریاستونه جوړ شول او بیا تباه او ورک شول.
هغه ځمکه چې د انسان خېټه يې مړه ساتلي، انسان پر همدې ځمکه عبادت وکړ، خو مګر کله چې د ځمکې پر مخ وچکالي یا بل افت راغلی، انسان پداسې ډول پرېښي ده چې حتی بیا يې ګوري هم نه.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum