fbpx

ننګرهارکې پولسو دزوراکو وسله واله ډله نیولې

دننګرهار ولایت یوې خبري سرچینې په لیږدول شوی خبرکې ویلي چې نن یوې ډلې زورواکو دامنیتي ځواکونوسره نښته کړې چې وروسته دقانون منګولوته وسپارل شول.

 د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، نن سهار شاوخوا نهه بجې يې د طارق خیري په مشرۍ هغه ۱۱ کسان نیولي، چې د امنیتي ځواکونو له لورې له وسلو سره عيد ګاه جومات ته د نه پرېښودو له امله یې له دوی سره د ډزو ترڅنګ شاوخوا شل دقیقې نښته هم وکړه.

په دې اړه دننګرهار ولایتي شورا غړی اجمل عمر دهمدې پېښي عین شاهد دی ویلي چې دتیرې ورځې دپېښې دقربانیانو دجنازو دمراسیمو په مهال ځینې زورواکو هڅه کوله چې په زورسره دوسلې سره تیرشي ،خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله اوبیا یي قضايي اورګانونوته سپارلي دی ترڅوپلټنې پیل کړي .

عیني شاهدانو انعکاس ته ويلي، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار عيد ګاه جومات ته څېرمه د ملي امنیت ځواکونو او د خوګياڼو ولسوالۍ قومي مشر امان خيري د زوی او ساتونکو تر منځ هغه مهال شخړه را منځ ته شوې، کله چې د ملي امنیت ځواکونو له ممانعت سره سره د امان خيري زوی او ساتونکو يې عیدګاه ته د ننوتلو هڅه کوله.

چارواکي وايي چې له نیول شوو زورواکوسره اته میله کلاشنکوف اویومیل تومانچه هم نیول شوې ،هغو دنور جزیاتوپه اړه رسنیزو خبریالانوته څه نه دی ويلي.

ځايي ولسي وګړي وايي چې د زورواکونو اوملي پولیس اوملي ځواکونو ترمنځ دزور په مهال نښته هم وشوه چې دواړو غاړو ډزې سره تبادله کړي وروسته ځواکونه په دې وتوانیدل چې زوراکي ونیسي .