fbpx

د سلیم خان کندوزي ژوند ليک

سلیم خان کندوزی د  خدای بخښلي حاجي فتح خان زوی او د ملک محمد اعظم خان لمسی، چې ۴۵ کاله وړاندې د کندوز ولایت د علي اباد ولسوالۍ د میر شیخ باجوړو په کلي کې يې په یوه په دینداره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

ښاغلى کندوزی د ۸ کلونو و، چې پر هېواد د شوروي د یرغل له امله له خپلې کورنۍ سره يو ځاى پښتونخوا ته په کډه کولو اړ شو.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په  دير ضلع کې ترسره کړې او وروسته په ۱۹۹۱ کال د پیښور په اسلامیه کالج کې شامل او په ۱۹۹۳ کال کې له همدې کالج څخه په لوړه درجه فارغ شو.

د اسلامیه کالج له فراغت وروسته د خپلې هغې مينې او علاقې له مخې چې د کرنې او مالدارۍ له سکتور سره يې لرله، ښاغلي کندوزي د فیصل اباد په کرنیز پوهنتون کې، چی د سيمې په کچه د وتلیو پوهنتونونو څخه یو پوهنتون دی، شامل شو او په ۱۹۹۸ کال یې له همدې پوهنتون څخه د کرنیز اقتصاد په برخه کې د لیسانس سند تر لاسه کړ.

سلیم خان کندوزي د سختو اقتصادي ستونزو سره سره، خپلې موخې ته د رسېدو لپاره خپلو هلو ځلو  ته دوام ورکړ او د فیصل اباد د کرنیز پوهنتون د کرنیز اقتصاد څانګې د ماسترۍ په پروګرام کې شامل شو او یو ځل بیا په ۲۰۰۰ کال یې له همدې پوهنتون څخه د ماسترۍ سند تر لاسه کړ.

سلیم خان کندوزى په ۲۰۰۲م  کال کې هیواد ته د خدمت په موخه راستون شو او د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (CHA) کې یې د کرنې په برخه کې خپله دنده پیل کړه.

نوموړي تقریباً یو کال په همدې اداره کې کار وکړ او بیا یې د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د همغږۍ اداره چې په جمهوري ریاست پورې تړلې وه او د (AACA) په نامه یادېده، کار پیل کړ. دغې ادارې د وخت د ماليې وزیر چې اوس د هېواد جمهور رئیس دی تر مخامخ څارنې لاندې فعالیت کولو.

په (AACA)  کې له څه وخت  دندې وروسته  یاده اداره د وخت د رهبري لخوا منحل او یو شمېر کارکوونکي یې په ماليې وزارت کې د بودجې او خزاینو په ریاستونو کې په دندو وګمارل شول، چې سلیم کندوزی هم په دغه لړ کې د ماليې وزارت د بودجې په ریاست کې وګمارل شو.

نوموړي د بودجې د ریاست په مختلفو برخو کې دنده  ترسره  کړې او همدا رنګه د یو شمېر وزارتونو د انکشافي پلانونو په جوړولو کې یې له اړوندو ادارو سره مرسته کړې. ښاغلي کندوزي د بودجې د ریاست د هغې برخې مشري کوله، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت، د کليو د پراختیا وزارت، د اوبو او برېښنا وزارت او د یو شمېر نورو هغو وزارتونو او مستقلو ادارو د انکشافي بودجې ترتیب او لګښت او هم د بهرنيو مرستو مسؤلیت یې د ماليې وزارت په چوکاټ کې و.

سلیم کندوزي شاوخوا ۵ کاله د مالیې وزارت د بودجې جوړونې په ریاست کې کار وکړ او بیا وروسته د کرنې او مالدارۍ وزارت په پرلپسې غوښتنو او د ماليې وزارت په مشوره د کرنې وزارت د مالي او اداري چارو د عمومي ریاست د سرپرست رئیس په توګه وګمارل شو.

سلیم کندوزى تقریباً درې میاشتې وروسته د کرنې وزارت په غوښتنه او د جمهوري ریاست په منظورۍ د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري چارو د معین په توګه مقرر شو. نوموړى د خپل وخت د ځوانو معینانو له ډلې څخه و او په ډېر لږ وخت کې یې وکولای شول چې د خپل صداقت او کاري تجربې پر اساس د حکومت په اړوندو  ټولو مهمو اقتصادي او ټولنیزو غونډو کې حضور ولري او خپل فکر او نظر شریک کړي.

سلیم کندوزي تقریباً ۶ کاله د کرنې وزارت د معین په توګه دنده تر سره کړه، چې په دغه موده کې يې تل د وزیر په نه شتون کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د سرپرست وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې او د افغانستان د وزیرانو د کابینې یو فعال غړی و.

د ملي يووالي حکومت د راتللو سره سلیم کندوزی د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر وټاکل شو او تقرییاً ۵ میاشتې د کرنې وزارت سرپرست وزیر و.

وروسته سلیم کندوزی د ملي يووالي حکومت د پرېکړې پر اساس د ننګرهار ولایت د والي په توګه وټاکل شو. تقریباً ۲ کاله يې د ننګرهار ولایت د والي په توګه دنده اجرا کړه، چې په پاى کې یې له خپلې دندې استعفا ورکړه او خپلې مطالعې او شخصي ژوند ته راوګرځېد.

سلیم خان کندوزي د هیواد دننه او له هیواده دباندې د بېلا بیلو موضوعاتو په اړه په لسګونو روزنیزو ورکشاپونو کې ګډون کړی. همدارنګه نوموړي په شاوخوا ۳۰ هېوادونو کې په نړیوالو سيمینارونو، مسلکي او علمي غونډو کې هم د افغانستان استازولي کړې ده.

سلیم خان کندوزی له پښتو او دري ژبو پرته په انګليسي او اردو ژبو بشپړ حاکمیت لري او پر دغو ژبو روانې خبرې کولاى شي.Saleem Khan Kundozi

ښاغلى سليم خان کندوزى له کابل ولايت څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند دى، چې ټاکنيزه نښه يې يوه پاڼه او ټاکنيزه شمېره يې ١١٧ ده.