fbpx

پاکستان کې يو سړي له (مور او لور) سره په يو وخت واده کړى

دا پېښه د پاکستان د خېبر پښتونخوا په هريپور سيمه کې راپېښه شوې ده، چې يو سړي لومړى د يوې کونډې ښځې سره واده کړى دى او دوه کاله وروسته يې بيا د خپلې ښځې، چې طلاق يې هم نه دى ورکړى، د هغې له لور، چې د سړي ناسکه لور هم کېږي، سره واده کړى دى.

اوس دا قضيه په محکمه کې دى او پوليسو ياد کس نيولى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو تر مخه، ياد کس وارث شاه نومېږي، چې د هريپور اوسېدونکى دى. نوموړي په ٢٠١٥ کې د ٤٠ کلنې شهربانو سره واده کړى و، چې هغه مهال کونډه وه، خو له هغې دوه کاله وروسته، په ٢٠١٧ کې يې د شهربانو ٢٢ کلنې لور سميرا سره هم واده وکړ، چې د سړي ناسکه لور هم کېده. په داسې حال کې چې وارث شاه خپلې لومړنۍ مېرمنې ته طلاق هم نه و ورکړى.

کله چې د سميرا مور او د وارث شاه لومړۍ مېرمن خبره شوه، نو لومړى خو يې د وارث شاه سره شخړه وکړه او له هغه وروسته يې پرې عريضه وکړه.

وارث شاه اوس مهال بندي دى.

دا قضيه سترې محکمې پورې تللې ده او اوس سترې محکمې په دې اړه پرېکړه کړې ده، چې د سميرا دې له خپلې مور، چې اوس يې بن هم ده، ونه لېږل شي، بلکې دارالامان ته دې ولېږل شي.

د دې پېښې د پلټنې پلاوي مشر قاضي ګلزار احمد ويلي دي، چې دا ډول پېښې نه يواځې دا چې د شرم لامل دى، بلکې اندېښنې هم راپورته کوي، چې اسلامي ټولنه ولې له زوال سره مخ ده.