زه ملزم نه يم مدعي يم! د کتاب اتمه برخه.

اتمه برخه

عنوان: زه دا څنګه ومنم چې دا يو رياست دی؟ دوهمه برخه.
خبريال وېب پاڼه: په پخوانیو اثارو کې مو په زرګونو کاله پخواني تمدنونه لیدلي چې پخپل وخت کامیاب ریاستونه و، مګر اوس یواځې پخواني اثار دي. د خلکو له یوه ریاست سره تر هغه وخته مینه او وفاداري وي چې تر څو يې چې پکې ځان او مال په حفاظت کې وي. په کوم ریاست کې چې د هغوی سره انصاف کېږي، ظلم ورسره نه کېږي، په هغه وخت بیا د دې ریاست لپاره د خپل ځان او مال نه تېر وي. ځکه چې هغه ویره لري چې که یاد ریاست نابود او د دښمن لخوا ونیول شي، زما ځان او مال به په خطر کې شي.

له ما څخه زما د نیولو پر لومړۍ شپه د استخباراتو یو افسر وپوښتل چې آیا تاسې نه پوهېږئ چې ریاست مور ده او مور ته څوک کنځا نه کوي؟ په یو کور کې د وروڼو ترمنځ شخړه کېږي مګر مور ته کنځا نه کېږي.

زما په سترګو توره پټۍ تړل شوې وه او په لاسونو او پښو کې مې هتکړۍ وې، ما به هغه څه پوی کړی وای چې بلاخره مور په کوم اساس ده؟ خو دومره مې ورته وویل چې ستاسو لومړۍ دا خبره غلطه ده چې دې مخ توري ریاست ته مور وايئ او دوهمه خبره دا چې تاسې دا خبره عادي مه ګڼئ، دلته خو یو ورور سراسر ظلم کوي. ټول واک يې انحصار کړی دی. زه د منظور پښتین ملګری، د باچاخان او خان شهید د لارې لاروی، د جالب او فیض ټولګیوال او هغه د پروېز مشرف ملګری، د ضیاء الحق او یحیی خان په څېر د بدمعاشانو لاروی، زما سترګې تړلې او په لاسونو کې هتکړۍ او هغه هغه کار کوي چې د کالونو راهیسې زما له قوم سره کېږي.

زه که قتل هم شم زما سوال خو به همغسې وي چې زه څنګه ومنم چې دا یو ریاست دی. داسې یو ریاست چې دوه ګوني معیارونه شتون پکې ولري چرته چې دری ځلې وزیر اعظم کېدونکی کس نواز شریف زندان ته لېږل کېږي مګر د لکونو انسانانو قاتل او د قانون ماتونکی پرویز مشرف له سزا خوندي وي. اخر ولې؟
دوی وايي چې پروېز مشرف ته په سزا ورکولو سره د پوځ مورال زیانمن کېږي ایا د نوازشریف په سزا سره د پارلمان مورال نه زیانمن کېږي؟

خلک به وايي چې زه د حساب ورکونې خلاف یم خو زه د انتخابي حساب ورکونې خلاف یم، ولې پدې هېواد کې عمومي حساب او قاعده نشي جوړېدی. خلک به بیا وايي چې زه د سرمایه ګذارۍ خلاف یم خو زه د خاصو سرمایه دارو ادارو په لاسونو کې د تمرکز خلاف یم. ایا پدې هېواد کې بیوروکراسي، پارلمان او نورې ادارې چې دي د کور جوړولو، د بورې کارخانې او نور شرکتونه د خپلو ګټو لپاره رامنځته کولای شي؟

خلک به وايي چې زه د قانون د حاکمیت خلاف یم، خو زه د خلکو لپاره د قانون جوړونې د عمل خلاف یم، په کوم کې چې یو ښاري اوسېدونکی په میاشتو بې درکه کېږي خو که د همدې کس د نوم وړاندې د ډګرمن یا افسر توری اضافه و، نو د هغه سره هېڅکله دغسې نشي کېدای. د لوړ او ټېټ دا قانون به څومره دوام وکړي؟ یوه اداره چې غوره جوړه شوي اوسي نو د ځان لپاره قوانین هم ټاکي. که قانون نه وي نو د قانون خلاف هم پرمخ تللی شي.

هغه څوک چې بهرنۍ تګلاره جوړوي، په داخلي ډول هم د حاکمیت اخېستلو او وړلو ځان حقدار ګڼي. هر څوک چې يې خوښ شو وطنپال يې بولي او هر څوک يې چې يې خوښ شو، غدار يې بولي. زما خبرې به سختې وي خو که د دې سوالونو ځوابونه ونه موندل شي د هېواد پرمختګ ناشونی دی.

ادامه لري…

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum