زه ملزم نه يم مدعي يم! د کتاب نهمه برخه.

نهمه برخه

عنوان: زه دا څنګه ومنم چې دا يو رياست دی؟ پاتې برخه.

خبريال وېب پاڼه: دلته کېدونکی ظلم او ناانصافي به یوه ورځ دومره لوی ښامار جوړ شي چې د ظلم په ګډون به هېواد هم له ستوني تېر کړي. د دې ملک یوه طبقه را پورته شوې ده او نورې هم په راپورته کېدو دي، د چا چې ژوند ژواک، روزګار او عدالت ته لاس رسی د هېواد له نورو سره توپیر کوي.  هغوی د همدې هېواد پاچا جوړونکي هم دي او همدلته د سرمایه ګذارۍ په تخت ناست  دي. هغوی د کاروبار ټولې چارې خپله پرمخ وړي او د هغوی په وړاندې د عامو کاروبارونه په ټپه ولاړ دي.  مالوماتو ته به یواځې دوی لاسرسی لري او له دې مالوماتو د ځان لپاره ښه ګټه پورته کوي.  دا به د یوې طبقې خلک وي د چا چې له پوځ سره به اړیکه اوسي. د دوی له وجې به د ۲۳۰ میلیونه خلکو د ژوند کچه راټټه شي. پاتې ادارې به فلج شي، د دوی یواځينی کار به د عامو خلکو نه پرېښودل وي.
د پوځ طبقې خلک خپله پرمختګ ته د ملک د ترقۍ په فکر ګوري. خو بلاخره به د عامو خلکو نااميدي، معاشرتي اخلاق او سیاسي بحران به دومره زور واخلي چې یوه زوروره چاودنه به شي او  د ریاست  ټولې اجزاو به ختم شي. د یوه ټولنیز سیاسي فعال دا ذمه واري ده چې حقایق بیان کړي، پدې هیله چې  شاید خپله قبله سمه کړای شو.
ماته وویل چې ما هغوی بدنام کړي دي مګر رښتیا خبره دا ده چې ما هېڅوک نه دي بدنام کړي، او نه هم د دې پروا ساتم چې پدې حقایقو سره د چا بدنامي کېږي. زه یواځې دا وینم چې زما خاوره چې نن له بربادۍ سره لاس او ګریوان ده، د دې ضمه وار څوک دی؟ زه به د دې ضمه وارانو نوم هم اخلم او زما د وطن د بربادۍ اړوند حقایق به هم په ښکاره بیانوم. بیا که دا خبرې پر تاسو بدې هم لګي، زه يې پروا يې نه ساتم.
اوس څه باید وشي، یا دوی باید پرېښودل شي څه چې کوي، هغه څه چې د خدايۍ ادعا ده، د واکمنانو  جوړول او له منځه وړل د خدایۍ ادعا ده، خلکو ته عزت او ذلت ورکول، د خلکو لاپته کول او بغېر له عدالته يې قتل کول، دا ټول د خدایۍ د کولو دعوه ده. افسوس زموږ دیني علماء هم هغوی پر وړاندې غږ نه پورته کوي. ما د یوه عالم خبره اورېده دا هغه عالم دی چې په سوشیل مېډيا کې يې پراخې وېډيوګانې ښکته پورته کېږي هغه وايي: شکر چې پوځ  د دیموکراسۍ ودې ته اجازه نه ورکوي. پوځ د دې هېواد تر ټولو ډېر وفادار ځواک دی. پوځ ښه پوهېږي چې څوک د دې هېواد لپاره سهي او څوک غلط دي.
په هرصورت ، موږ ولیدل چې هرکله چې یو دیکتاتور واک ته ورسي ، هغه د هیواد عزت ، مذهب او اخلاق د خرڅلاو لپاره سودا ته کېښودل.
دلته په ډېرو طریقو، جبر او زیاتي سره د خلکو ذهن سازي کېږي. د هغوی پوهول اسان نه دي چې دا ډول فکر غلط یا کفر دی که څوک د وطن وفادار یا غدار بلل کېږي نو په کوم اساس به بلل کېږي؟ په قران کریم کې الله ج فرمايي: “څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې شخړه کوي، دوی باید له پوهې، استدلال او څرګند ثبوت پرته خبرې ونه کړي.” که چاته دغه اختیارورکړل شي چې هغه یو څوک د وطن خواخوږی یا غدار مقرر کړي، خلک بغېر له عدالت لاپته او قتل کړي، خپل خلک له حساب ورکونې څخه ژغوري او خپله ګټه هغومره پالي څومره يې چې  زړه غواړي، که دوی ته دا اختیار ورکړل شي، زما په شمول هېڅوک پرې هېڅ ډول نیوکه ونه کړي، خو دومره خو  دې وویل شي چې دوی ته د کوم عصري سیاسي علومو په اساس یا دیني تعلیماتو په وسیله اجازه ورکړل شوې ده یا دوی د دې اختیاراتو لپاره کوم ثبوت یا دلیل لري؟ د کومو روشانفکري لیکنو په بنسټ یا کوم اسلامي کتاب یا قران دوی ته د دې اختیاراتو اجازه ورکړي ده؟ یا موږ له هغوی سره لیکلی دغسې تړون کړی دی چې  دوی ته د دې کړنو حق دی؟ که چېرې د دې سوالونو ځواب نه وي، نو بیا که موږ هر وځورول شو یا په زندانونو کې بندي شو، زموږ دا غږ کله هم نشي خپ کولای او نه هم موږ اخېستلی شي.
۲۳ فبروري ۲۰۱۹
د کراچۍ سنټرل جیل
ادامه لري…

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum