fbpx

عزيز الله فضلي: افغانان دې د اې پي ايل ليدو ته راشي

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزيز الله فضلي د افغانستان د غوره ليګ لوبو په پيلېدو د کرکټ مينه والو ته مبارکي ورکړې ده او دا يې د افغانستان د کرکټ لپاره يوه ستره لاسته راوړنه بللې ده، چې داسې يو لوى او نړيوال ليګ يې جوړ کړ، چې پکې د کورنيو لوبغاړو په ګډون ډېر شمېر نړيوال لوبغاړي هم لوبېږي.

همدا راز نوموړي له افغانانو څخه هيله کړې ده، چې د افغانستان غوره ليګ لوبو ليدو ته دې لوبغالو ته راځي او د ليګ ښکلا دې زياته کړي.

هغه ليکي: ((درنو افغانانو او د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د کرکټ مینوالو نن زموږ لیدلی خوب له رنګین تعبیر سره مخې ته راځي او د نړۍ د هغو هیوادونو سیالان ګرځو چې د کرکټ مشهور لیګونه لري، هغه چې موږ او تاسو ورته لکه د اختر ورځې، شپې او شیبې شمیرلې نن ترې مونږ هم برخمند شو.))

همدا راز وايي، چې ياد ليګ د افغانستان نوم روښانوي، زموږ د ځوانو لوبغاړو مسلکي او تخنيکي روزنه کوي او سوداګرو ته وخت ورکوي، چې خپل سوداګريز توکي له نړيوالو ټلويزيونونو د کرکټ ميليونونو مينوالو ته وروپېژني.

نوموړى وايي: ((له افغانانو مې هیله داده چې دا لیګ په ښه پال ونیسي او د بشپړ بریالیتوب لپاره د رسنیو او نورو لارو پوره هڅه وکړي چې بل ځل ته تر دې هم ښه غوره لیګ ولرو، داسې غوره لیګ چې د نړۍ د غوره لیګونو په سر، سر کې راشي.))

هغه همدا راز زياتوي، کوم افغانان چې په عربي متحده اماراتو کې ژوند کوي او اسانتياوې لري، نو حتمي دې شارجه لوبغالي ته راشي او د خپلې خوښې لوبډلو او لوبغاړو ملاتړ دې وکړي.