fbpx

په خپل هوډ کلکه ولاړه مېرمن

پر افغانيت او اسلاميت ننګ کول، په ملي مسايلو کې کلک هوډ نيول، د هر چا د قانوني کارونو لپاره د هغوى سره منډې وهل او په ولسي جرګه کې د ولس او خاورې د حقه حقونو لپاره مبارزه کول، که څه هم ګرانه خبره نه ده، خو دا کار د ولسي جرګې په تېرو وکيلانو کې د ګوتو په شمار کسانو کړى دى، چې په هغې کې هم يوه تورپيکۍ پتمن وه، چې نه يواځې فعاله سياستواله ده، بلکې مبارزه او ليکواله هم ده.

تورپيکۍ پتمن، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له کابل څخه ولسي جرګې ته بريالۍ شوې وه، نه يواځې د کابل مېشتو ولسونو د ستونزو لپاره يې هر ور ډبولى دى، بلکې د ختيځ او نورو ډېرو ولايتونو څخه راغليو خلکو د قانوني حقونو لپاره يې د هغوى سره منډې ترړې وهلي دي او هر ځاى کې يې د خلکو د حق غوښتنه او پوښتنه کړې ده.

نوموړې په کابل کې د مېرمنو د حقونو لپاره هم خپل غږونه پورته کړي دي او هر ځاى کې چې له چا سره ظلم شوى دى، نوموړې يې پوښتنه کړې ده.

مېرمن پتمن د سياسي مصروفيتونو او مسووليتونو تر څنګ ټولنيزې اړيکې هم فعاله ساتلې دي، تل د خپلو ولسونو په منځ کې پاتې شوې ده او د خلکو ستونزې يې لوړپوړو چارواکو ته رسولي دي.

تل يې د مظلوم اکثريت د حقونو د غوښتلو لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کړي دي، په ملي مسايلو کې يې دريځ هم د قدر وړ دى او د غريبو خلکو لاسنيوى يې کړى دى. همدا راز له ډېرو خلکو سره يې د هغوى د زده کړو په بشپړولو کې هم د خپلې وسې تر توانه پورې مرستې کړي دي او تل يې هڅولي دي، چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

هر کله چې ولس د ولسي جرګې لپاره د سمو خلکو انتخاب وکړي، ولسي جرګې ته تعليم يافته، رښتيني، خدمتګاران او په هېواد مئين خلک ولېږي، نو بيا په هېواد کې بدلون راوستل اسانه کېږي، د خلکو ستونزو ته رسېدګي اسانه کېږي او په ملي مسايلو کې د ملت ګټو خوندي کېږي، خو که په ولسي جرګه کې غلو، فاسدو، غاصبو، خاينينو او کاروباريانو وکيلانو شمېر زيات وي، نو بيا يو څو کسه په هېواد ميين او تعليم يافته استازي ډېر کار نه شي کولاى.

ولس ته پکار دي چې دا ځل هر چاته رايه ورکوي، نو يې تېر وګوري، که يې په تېره دوره کې خدمت کړى وي، خو بيا پکار ده چې په دې دوره کې هم ورته رايه ورکړي او که په تېره دوره کې ولس بېخي ليدلي نه وي، نو ولس ته پکار دي چې د رايې ورکولو څخه ډډه وکړي.

همداسې تورپيکۍ پتمن يوه تعليم يافته مېرمن ده، چې تر ماسټرۍ پورې لوړې زده کړې يې ترسره کړي دي، په نړيوالو کانفرانسونو او ورکشاپونو کې يې د افغانستان د نمايندګۍ په حېث ګډون کړى دى، ښه تجربه لري او د ولسي جرګې په تېره دوره کې د کابل څڅه يوه کاميابه او بريالۍ استازې هم پاتې شوې ده. همدا راز په لويه جرګه کې يې هم دوه ځلې ګډون کړى دى او د افغانستان د برخليک لپاره يې ډېرې هلې ځلې کړي دي.

که غواړئ چې په اهليت، خدمت او صداقت يو ځل بيا ولسي جرګې ته کانديدان ولېږئ او په ولسي جرګه کې واقعي او د فساد څخه پاک استازي ولرئ، نو ليکوالې، سياستوالې، مبارزې او فعالې مېرمنې تورپيکۍ پتمن ته رايه ورکړئ.

ليکوال : بريالى زمرىتورپيکۍ پتمن

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.