fbpx

د سولې سفیر ډیزل خوري که پيټرول؟؟؟

تاسو به د لیکنې د سرلیکه، په لیدلو حیران شوي یاست، خو زه غواړم د سولې سفیر په اړه د يوې نماېشي غونډې کېسه درته وکړم.

موږ افغان ولسونه چې د څو لسیزو جنګ جګړو له امله ستړي شوي يوو، د سولې په اړه هر مثبته خبره او حرکت ستایو او د سولې په برخه کې هیڅ ډول بې ځای خبرې د اوریدو توان نه لرو.

خو ځينې بې وجدانه خلک چې په دې ډله کې لوستي او نالوستي شته د ولسونو د هیلو سره لوبې کوي او داسې حرکتونه کوي چې له امله يې زما په اند د سولې د راتګ پر وړاندې خنډونه او د خلکو باورونه د سولې د حرکتونو پر وړاندې د خاورو سره خاورې کوي.

تېره ورځ په ننګرهار کې د سولې د ځوانانو سازمان په نامه يوه سازمان عجبه ننداره خلکو ته وړاندې کړې او له دغه ولایت ولسي جرګې ته  يو نوماند يې د سولې سفير ونوماوه .

کېسه څه داسې وه، لکه مخکې مې چې ذکر وکړ، موږ افغان ولس د جنګه ستړي شوي يوو او يو ملګري راڅخه غوښتنه وکړه چې د سولې په اړه يوې جوړې شوې غونډې ته ځو، نو پرته له ځنډه مې ورسره د تګ تکل وکړ، کله چې لاړو ګورو چې د يوه نوماند ځای کې ياد سازمان له لورې غونډه جوړه شوې وه، چې زما پرته ډيرى ګډونوال يې د همدغه نوماند پلویان ول .

د غونډې د پیل څخه د یاد نوماند ستاینه زیاته او د سولې په اړه خبرې کمې کیدلې خو بیا مې هم لازمه ونه ګڼل چې تر پایه د دغې نندارې له لیدلو مخکې ولاړ شم .

په یاده غونډه کې د ياد سازمان یو فعال استازي او د مشرتابه غړی او د ننګرهار پوهنتون استاذ شریف الله ویاند او د دغه سازمان مشر خبرې وکړې .

د سازمان مشر ویلي چې د ختیځ سیمې په سطحه يې يوه سروې ترسره کړې چې له ولسي خلکو يې د سولې په برخه کې د فعاله ونډې اخستونکي په اړه مرکې کړي. ده دا هم وویل چې په دغه سروې کې خلکو له ده سره په خبرو کې ویلي چې ياد کس یاد نوماند دى نو ځکه دوى د سولې د سفیر لقب او ځينې ستاینلیکونه ورته برابر کړل او دلته يې دا غونډه ورته ونیوله، ترڅنګ يې دا هم وویل چې ياد نوماند موږ ښه ونازولو او ښه مېلمستیا يې راکړه، خو بدبختانه چې دا يې ونه ویل چې دغه سروې يې په کوم معیار ترسره کړې؟ او د ياد ښاغلي کومې کړنې وې يې چې خلکو دوى ته په ګوته کړې؟

ما خو داسې وانګیرله چې شاید دوى دغه سروې هم د دغې غونډې په څير د همده له پلویانو کړي وي، د دوى له مشر وروسته ښاغلي د ننګرهار پوهنتون استاذ شریف الله ویاند د وینا لپاره راغى، زما تر ډيره تمه وه، چې شاید د ده په خبرو کې لږ څه وضاحت او د سولې په اړه ښې ویناوې موجودې وي، خو بدبختانه زما د توقو خلاف وغږیده، په کلکه يې په خپلو خبرو کې د ياد نوماند څخه ملاتړ کاوه او د ښه وکیل ځينې ځانګړنې به يې ویلې او بیا به يې ياد نوماند ته ګوته ونیوله او ویل به يې چې په ده کې ټولې هغه ښيګڼې شته.

دروند استاذ ویاند له ولسونو وغوښتل چې په ټاکنو کې دې برخه واخلي او پاک، سپيڅلي او داسي يو کس ته دې رایه ورکړي چې غاصب او زورواکی نه اوسي ، او بیا يې ياد نوماند ته د ګوتې اشاره وکړه او زیاته يې کړه لکه د ده په څير.

افسوس او صد افسوس چې زموږ کادري او پیاوړي ځوانان داسې د پېسو او زورواکو او غاصبینو پر وړاندې په هر څه سترګې پټوي نو زه شریف الله ویاند صیب ته وايم .

ویاند صیب ایا ته د دغه نوماند په اړه بشپړ معلومات لرې؟ ایا ته نه يې خبر چې په یاده سیمه کې چیرته چې غونډه جوړه شوې وه هغه سیمه کې ګڼې ځمکې چا غصب کړي او بیا يې پر خلکو پلورلي؟

کنه په پټو سترګو دې دا هر څه وویل او که یا هم تاسې ته يې جیب در ډک کړى و؟

خو خیر نورو ځوانانو ژمنو او وړ ځوانانو نه مې هیله دا ده چې ډير هوښیار اوسي ځينې کادرې او داسي ځوانان لکه شریف الله ویاند صیب غوندې ځوانانو په خبرو ونه غولیږي پوره دقت نه کار واخلي .

راځم اوس د ياد سفیر درپیژنم، کوم چې پوه نه شوم چې د سولې دا سفیر اوس ډيزل خوري او که پټرول؟

ياد نوماند د ولسي جرګې غړی امیرجان دولتزى دی، کله چې خبرو ته پورته شو، نو لومړى يې سلام واچاوه او ټولو ته يې ښه راغلاست ووايه بیا يې بخښنه وغوښته چې قدرمن مشران يې ونه ویل، بیا يې وویل خیر دى زه خو څه پټرول نه خورم خو اوس به بیا دا خبرې او ښه راغلاست له سره وکړم .

بیا يې قدرمنو مشرانو ته ښه راغلاست وویل او وروسته يې په خبرو پیل وکړ، خبرې د يوه لیک له مخې کولي فکر کوم کوم بل چا ورته لیکلې وې، بند بند او ګډ وډ يې لوسته نو ځکه ما داسې فکر وکړ، په دې کې يې یو دم وویل چې زما عینکې چیرته دي، يوه کس يې منډه عینکي ورته راوړې، خو ده چې بیا لیک ته وکتل نو بدبختانه چې ځای ترې هیر شو او بیا يې په لوړ سپیکر کې وویل چې تر کومه ځایه مې دا لیک لوستى و. خبره ترې ګلجانۍ شوه او يادې خبرې په بې مفهومه ډول پای ته ورسولې.

خو یوه خبره د سوال وړ وه چې ده په خپلو خبرو کې وویل چې له یاد سازمان نه مننه کوم چې زه يې غوره کړم خو هغو بیا ویل دا کار مو د سروې په اساس ترسره کړى.

نو تر اخره زه پوه نه شوم چې د سولې سفیر په نامه د دغه  ښاغلي نومول او یاده سروې په کوم معیار سره ترسره شوي؟؟

بل په دې پوه نه شوم چې اوس دا سفیر چې وايي زه خو څه پټرول نه خورم، دا به څه خوري ډيزل، خاورو تیل او که د طیارو تیل بینزین؟؟

بل نه پوهیږم د دغه سازمان د غړو موخه به د دغه ډول حرکتونو څخه څه وي؟

بل په دې پوه نه شوم چې دروند استاذ شریف الله ویاند صیب چې د يوه پوهنتون استاذ هم دى او ځوان هم ولې دومره په پټو سترګو قضاوت کوي او ولې دومره په سپین سترګۍ ولس ته د داسې يوه چا ستاینه کوي چې هر څه لکه لمر ټول ننګرهار ته روښانه دي؟

ولې د افغان ملت د احساساتو او هیلو سره لوبې کیږي؟

ولې مو ځوانان او په تېر بیا لوستي ځوانان هم د ځينو خلکو د اغیز لاندې دي؟

خو خیر زما د یوه افغان په صفت له افغان ولسونو څخه هیله دا ده چې پوره پام وکړي، دا ځل د خلکو په غولونکو خبرو او حتا د ځينو لوستو ځوانانو لکه د بیلګې په توګه شریف الله ویاند صیب غوندې خلکو په خبرو فکر وکړي، ښه خلک وپیژني او رایه ورکړي او بریا ته يې ورسوي، کنه تل به خلک لکه د دغه سازمان زموږ د هیلو سره لوبې کوي او تل به موږ په اور کې سوځوو.

د يوه اباد سوکاله او باامنه افغانستان په هیله

لیکوال : روحید مجبور

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.