fbpx

ارين خان د پيسو لپاره د افغانستان پریمير ليګ بدناموي

د افغانستان پريمير ليګ سياليو په پرانيسته کې ارين خان خپله سندره او تمثيل وړاندې کړ، خو وروسته يې تور پورې کړ چې نوموړي د کرکټ بورډ اجراييه رييس شفيق ستانکزي له لوري اجازه نه ورکول کېده، چې په دغو مراسمو کې تمثيل وکړي. هغه تر تمثيل وروسته پر فيسبوک ويډيو خپره کړه چې په دغه ويډيو کې ورسره د نوموړي همکاران هم د هغه غږ بدرګه کوي او وايي چې دی په حقه دی.

په ويډيو کې ارين خان راڅرګندېږي او وايي: ((سلامونه دوستانو، د شارجه کرکټ لوبغالي کې يم او د وطن د مينې لپاره مې پنځلس کاله کار کړی، زه له وطن سره مينه لرم، خو ما ته اجازت نه راکول کېده چې سټيج ته راشم، اوس دې زما توبه وي چې نور افغانستان ته کار وکړم، زه اعلان کې پنځه زره ډالر اخلم، خو دوی يوه پيسه هم نه راکوله چې موږ بوديجه نه لرو، هندي لوبغاړې زرين خان ته لکونه ډالر ورکوي، خو ما ته يوه روپۍ نه راکوي، زه په ډېرو ملکونو کې کار کولی شم، زه به دوی په شرافت وهم، زه به دوی په انسانيت وهم، د دې وطن کم اصل بچی به زه ختمومه نه به يې پرېږدم.))

ارين خان وايي چې زه د خپل هېواد سره د مينې په خاطر دلته راغلم تر څو د خپل هنر ننداره وړاندې کړم، خو بيا وايي چې زرين خان ته لکونه ډالر ورکوي خو ما ته يې نه راکوي، له دې خبرې څخه يې مالومېږي چې نوموړي له کرکټ بورډ څخه پيسې غوښتلې، خو کرکټ بورډ ورته نه دي ورکړي.

ارين خان بيا وايي چې نوموړي ته اجازت نه ورکول کېده چې سټيج ته راشي، خو څومره چې د تلوېزيون پر پرده ښکارېدل، هغه ته د سټيج چارو سمبالوونکې له لوري په درنښت بلنه ورکول کېږي او هغه له خپل ټيم سره دريځ ته راځي. کله چې کرکټ بورډ په رسمي ډول چا ته اجازه ورنه  کړي چې سټيج ته راشي، نو بيا کله کولای شي چې په دا  ډول پروګرامونو کې برخه واخلي، يا ورته رسمي انانسر بلنه ورکړي.

دا که کرکټ بورډ ارين خان ته اجازه نه وي ورکړي او هغه په خپل سر سټيج ته ولاړ شي او داسې لویه پرانيسته کې د اجنډا خلاف ننداره وړاندې کړي، دا خپله د اصولو خلاف کار دی او ترسره کوونکی يې بايد مجازات شي.

په لوبغالي کې يوې بېطرفه سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې ارين خان هغه مهال د نشې په حالت کې و او نامناسب حرکتونه يې کول، چې په فيسبوکي ويډيو کې يې هم له حالت څخه مالومېږي چې نوموړی خپل ځان په واک کې نه لري.

تاسې که هغه ويډيو په دقت سره وګورئ، نو د ارين خان سره ولاړ کسان په خپلو خبرو کې (شو، ګانه، افغانيان…) توري کاروي، د دې معنا دا ده چې ورسره ولاړ کسان افغانان نه دي او هغه پاکستانيان دي، چې ارين خان يې په نشه کې ليدلى دى او د هغه له خولې يې دا ډول خبرې راويستي دي.

په ټوله کې د افغانستان پريمير ليګ پر وړاندې بلا خنډونه موجود و، پاکستان نه غوښتل دا سيالۍ په اماراتو کې ترسره شي، خپل لوبغاړي يې له دې ليګ څخه منع کړل، تر وروستي بريده يې هڅه وکړه چې د افغانستان پريمير ليګ مخه ونيسي، خو ونه توانېدل، که افغانان په خپله د شخصي عقدو، ستونزو او ګټو لپاره د دې ليګ پر مخ ستونزې او خنډونه ايجاد کړي، نو د افغانستان کرکټ به له يو لوی پرمختګ څخه بې برخې شي.

ليکوال : بريالى زمرى

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.