fbpx

زما پلویان دې د افغانستان پاسپورټونه واخلي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي خپلو پلويانو ته ويلي دي، چې ټول دې د پاکستان د تابعيت تر څنګ د افغانستان تابعيت هم واخلي. هغه وايي چې په لکونو پاکستانيانو د نورو هېوادونو تابعيت ترلاسه کړى دى او د پاکستان تابعيت هم لري، نو پښتانه هم دا حق لري چې د پاکستان د تابعيت تر څنګ د افغانستان تابعيت هم ترلاسه کړي.

پر ښاغلي اڅکزي تل په دې خبرو په پاکستان کې سختې نيوکې کېږي، نوموړى وايي، چې افغان و، افغان دى او افغان به وي، له همدې خبرو تل پاکستاني رسنۍ او د پاکستان ولس پرې سختې نيوکې کوي. نوموړي مخکې هم ويلي و چې افغان کډوال په پاکستان کې په (خپله خاوره) پراته دي او هېڅوک حق نه لري چې يا يې دلته وزوروي او يا يې هم له دې خاورې په زوره وباسي.

نوموړى وايي، چې د ډېورنډ کرښې دواړې خواوو ته پښتانه ژوند کوي، دا يو قوم دى او هېڅوک نه شي کولاى چې دا قوم بيل کړي.

څه موده مخکې د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي و، چې په پاکستان کې زېږېدلو افغان کډوالو ته به تابعيت ورکوي، چې که يوې خواته دې خبرې پراخ غبرګونونه راوپارول، نو بلخوا ملتپالو ګوندونو د عمران خان د دې اعلان هرکلى وکړ او وې ويل چې ژر تر ژره دې افغان کډوالو ته د پاکستان تابعيت ورکول شي.