کور پاڼه / فلم او هنر / په ((پدماوت)) فلم بندېز

په ((پدماوت)) فلم بندېز

د هند تاريخي او لانجمن فلم ((پدماوت)) له ډېرو لانجو، ستونزو او قانوني جنګ نه وروسته نندارې ته وړاندې شوى دى، خو په فلم کې د مسلمان پاچا علاو الدين خلجي رول ډېر زيات منفي ښودل شوى دى، له دې امله په دې فلم په مالېزيا کې بندېز لګېدلى دى.

له ډېرو لانجو وروسته د هند دې تاريخي فلم ته د هند د فلمونو ادارې د نندارې ته وړاندې کېدو اجازه ورکړه، چې د جنورۍ په ٢٥مه نېټه په ټوله نړۍ کې نندارې ته وړاندې شو. افراطي هندوانو او راجپوتانو په دې فلم د بندېز غوښتنه کوله او لامل يې دا و، چې دوى ويل چې په دې فلم کې تاريخ مسخ شوى دى او د دوى د راني پدمني غلط انځور پکې وړاندې شوى دى، خو د فلم نندارې ته وړاندې کېدو نه وروسته معلومه شوه، چې په دې فلم کې د مسلمان پاچا انځور غلط وړاندې شوى دى.

په فلم کې مسلمان پاچا علاو الدين خلجي د يو ظالم پاچا په حېث ښودل شوى دى. د علاو الدين خلجي رول په دې فلم کې مشهور ممثل رنوير سنګ ترسره کړى دى. د فلم جوړونکي دا رول دومره منفي ښودلى دى، چې په ځينو ځايونو کې هغه د خامې غوښې په خوړلو هم ښودل شوى دى.

د مالېزيا د فلمونو اداره (اېل پي ايف) د مسلمانانو د غلط انځور وړاندې کولو له امله په ((پدماوت)) فلم بندېز لګولى دى. د دې ادارې رييس محمد زمبيري عبدالعزيز ويلي دي، چې مالېزيا يو مسلمان هېواد دى، چرته چې ډېر زيات مسلمانان ژوند کوي او مسلمانان د دې فلم په کيسه ډېرې نيوکې لري، ځکه چې په دې فلم کې د مسلمانانو غلط انځور وړاندې شوى دى.

ياده دې وي چې د سنجى لېلا بنسالي په لارښودۍ کې جوړ شوي فلم ((پدماوت)) تراوسه پورې ١٠٠ کروړه هندي روپيو څخه ډېرې پېسې ګټلي دي.

په دې فلم کې دپيکا پاډوکون، شاهد کپور او رنوير سنګ مرکزي کردارونه لوبولي دي.

بیا وګوره

د ځوانانو پر معین د بي کفایتي او اخلاقي فساد تورونه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین د بي کفایتي او اخلاقي فساد له …

له نشه یي توکو سره د مبارزي تګلاره به کار ورکړي

له نشه‎يي توکو سره د مبارزې وزارت په ننګرهار ولایت کې کلیوالي کرنیز پروګرام پراخوي. …