The news is by your side.

د افغان غوره لیګ په لړکې تېره شپه بلخ د ۱۳ منډو په توپیر کندهار ته ماتې ورکړه

تېره شپه د ای پي ایل سیالیو په لړکې په پنځمه لوبه کې بلخ او کندهار په شارجه لوبغالي کې دیو بل سره مخ شوې چې بلخ سیالي وګټله.

د دغې لوبې پچه بلخ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه بلخ په ټاکلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۶ منډو هدف کندهار لوبډلې ته کېښوده.

بلخ لپاره په توپ وهنه کې ترټولو ډېرې منډې کولېن مونرو ۴۶ راوي بوپاره ۳۴ او لوبډلمشر محمد نبي ۱۸ منډې جوړې کړې.

د کندهار لپاره په توپ اچونه کې امیر حمزه، وقار سلام خېل، سید شېرزاد او کریم جنت یو یو لوبغاړی وسوځوه.

کندهار لوبډلې د ۱۶۶ منډو په ځواب کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ټولې ۱۵۲ منډې جوړې کړې او سیالي یې په ۱۳ منډو وبایله.

په توپ وهنه کې د کندهار لپاره پاول سټرلېنګ ۲۰،  برینډن مکالم ۳۴ او لوبډلمشر اصغر افغان ترټولو ډېرې ۴۵ منډې جوړې کړې.

د بلخ لپاره په توپ اچونه کې ګلبدین نایب څلور لوبغاړي ، محمد نبي او آفتاب عالم یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

یاده سیالي بلخ لوبډلې په ۱۳ منډو باندې وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی ګلبدین نایب وټاکل شو چې ۴ لوبغاړي سوځولي و.

د ای پي ایل سیالیو په دوام کې به نن یوه لوبه د شپې ۸ نیمې بجې ترسره شي چې کابل ځوانان به د ننګرهار پر وړاندې میدان ته ښکته شي.