زه ملزم نه يم مدعي يم! د کتاب يوولسمه برخه.

يوولسمه برخه

عنوان: د بی درکه شوو کسانو په طرف زما رجوع! دوهمه برخه.

خبريال وېب پاڼه: ما پدې اړه څو ځلې ويلي دي چې ما له کله ټولنیز فعالیت شروع کړ، د داسې سلګونو او زرګونو کورنیو کیسې مې واورېدې، د دې کیسو له اورېدو وروسته زه فکر کوم که له ما څوک وپوښتي چې د نړۍ تر ټولو ډېر د رحم وړ او مظلوم خلک څوک دي؟ زه به په ډېره اسانۍ سره ځواب ورکړم چې د بې درکه کسانو کورنۍ.

د عبدالغني د بې درکۍ یوه میاشت پوره شوه، او بیا دا یوه میاشت په کال وواښته، بلاخره تقريبًا دوه کاله وروسته زه د یوه ملګري په دفتر کې ناست وم چې ومو ورېدل چې د پلاني کس په په ملتان روډ جسد غورځول شوی او اوس يې جسد د روغتون په مړنتون کې اېښي دی. دا کس له هغه دوو کسانو څخه و، چې له عبدالغني سره یوځای بې درکه شوی و. په لاره کې خبر شوم چې د دې کس ۵ اولادونه و چې پنځه واړه د مکتب زده کوونکي و او دا خپل حلال رزق ګټلو او د دې کس په نږدې خپلوانو کې هېڅوک داسې نه و چې د دې ریاست خلاف د کومې ډلې غړی وواسي. کله مو چې د ده جسد ولیدو، پر مخ او ملا يې د زخمونو نښې وې. یعنې هغه په ډېرو وهلو او ظلم کولو سره وژلی و. ډاکټر وویل چې د مړینې لامل يې ډېره ګرمي ده خو د مخ او بدن زخمونو يې یوه خوفناکه کیسه کوله.

کله چې کور ته راغلم نو خپلې کورنۍ ته مې د دې کیسې کول مناسب ونه بلل، فکر مې وکړ هسې نه د عبدالغني تر کورنۍ خبر ورسيږي. خو څو ورځې وروسته خبر شوم چې هغوی خو خبر شول، د هغوی له لارې زموږ تر کوره هم کیسه را ورسېده. د عبدالغني په کورنۍ بل قیامت جوړ شو. د بې درکه خلکو کورنۍ له داسې حالت سره مخ وي لکه اوبو وړی چې ځګ ته لاس اچوي. دا مظلوم خلک د ډېرو ادارو د دروازو له ټکولو وروسته بلاخره مایوسه شي او بیا د دم او تعویز خلکو خواته هیله وړي. هغوی هم په دم او تعویز هغوی لوټوي. د عبدالغني په اړه هغه هم یو کوم تعویذګر یوه هفته ښودلي او کوم به به یوه میاشت ښودله چې را واپس به شي او دا د دې مودې یوه یوه ثانیه به د هغه کورنۍ سترګې سترګې وه مګر هېڅ پایله به یې نه وه.
همدا ډول ماته د یوه بې درکه کس پلار یوه کیسه وکړه چې ماته یوه تعویذګر وویل چې دومره لکه روپۍ راکړه زه به ستا د زوی لپاره څلويښت ورځې تېرې کړم او تاته به ووایم چې هغه چېرې دی. وایي ما روپۍ ورکړې او په ښودل شوي وخت د هغه ځای ته ورغلم. تعویذ ګر راته وویل چې ستاسو زوی په مهمند اېجنسۍ کې په پلانکي سیمه کې یوه سرای کې بندي دی. هغه راته د هغې سیمې مکمله نقشه وښوده. وايي زه له یو خپلوان سره فوراً له کراچۍ د مهمند اېجنسۍ په طرف روان شوم، وايي موږ فکر وکړ چې که هلته دغسې د ځای پوښتنه کوو، هسې نه مربوطه ادارې ته خبر ورسيږي. وايي نو موږ د ماشومانو سامان واخېست او د سوداګرو په حېث مهمند اېجنسۍ ته ننوتو. په څو ورځو کې مو همغه سیمه او همغه سرای پيدا کړ. رښتیا ده چې مور او پلار د خپل اولاد لپاره ړانده کېږي او هر څه کولو ته تیار وي.
دغه پلار کیسه کوله  چې موږ فکر وکړ چې شپه شي نو د دې سرای دیوال به سوری کړو او د ننه به ننوځو. کله چې شپه شوه او موږ سوری وکړ، خو هغه لا دومره نه و چې انسان دې ترې تېر شي، خو زما زړه قابو نشو، بیا د سوري منځ کې ښخ شوم، په ډېره خوارۍ چې جامې مې هم پرې شوې او د بدن ځينې برخې مې هم پرهر پرهر شوې، له هغه سوري ننوتم. له بدن مې وینې بهېدې خو زه لکه لېونی ټول سرای کې یو خوا بلخوا وګرځېدم او هر څه مې ولټول. تر هغې هغه خپلوان سوری خلاص کړی و او هغه ترې را ننوت. هغه چې سرای وکوت، زه يې له اوږې ونیولم چې کاکا دا خو له کالونو راهیسې بند ښکاري، بیخي کنډر جوړ شوی، پوځ به ولې څوک دلته بندي کوي.

زه هغه وخت په هوش راغلم چې رښتیا هم دا سرای خو یو کنډر جوړ شوی، مګر بیا مې هم د سرای هره برخه یو ځل ولټوله، مګر خپل زوی مې ونه موند.

د دې مطلب دا و چې هغه تعویذګر ته د دې ځای په اړه له وړاندې مالومات و، هغه یواځې د پیسو په بډو وهلو لپاره پر موږ دومره خواري وکړه. همدا کانې د عبدالغني له کورنۍ سره هم وشوې. د بې درکه کسانو کورنۍ د امنیتي کسانو لخوا لوټل کېږي او د دې لپاره يې خپل دلالان د طالبانو په شکل ساتلي وي.

د عبدالغني کورنۍ زموږ د سیمې یوه ملک ته پنځه لکه روپۍ ورکړې وې، هغه ورته ویلي و چې دا د مصباح په نوم یو طالب قوماندان ته ورکوم چې په یوه اونۍ کې به بندي راخوشی کوي او باقي روپۍ به د بندي له راخلاصولو وروسته ورکوو. مګر د اونۍ پر ځای څو څو میاشتې تېرې شوې، خو د عبدالغني په بدل کې ورکړل شوې پیسه همداسې هضم کړل شوې.

وروسته چې پي ټي ایم جوړ شو او موږ د پي ټي ایم د پلېټ فارم په اساس له بعضو کورنیو سره مالي مرسته وکړه او هغوی ته مې وویل چې که ستاسو بې درکه کسان څوک خوشي کوي نو هغه به دا ډول خلک کوي چې له ستاسو سره مالي مرسته هم کوي، نه دا چې له تاسو به پیسې اخلي. نو د دې لپاره هېچاته پیسې مه ورکوئ. خېر عبدالغني خو نه واپس راتلی شو او نه هم راغلو او بلاخره د انتظار شیبې پای ته ورسېدې او د ۲۰۱۶ په ۴ چې زه له پوهنتون کور ته راغلم نو کور کې هېڅوک نه و او یواځې زما یو ورور په کور کې و. ما وپوښتلو چې ټول چېرې دي، وايي چېرې لاړ دي، کله چې ما ډوډۍ وخوړله او له لاس مينځلو بېرته راتلم نو ورور مې وژړل او وویل چې عبدالغني وژل شوی دی. زما د پښو څخه ځمکه وتښتېده، له کوره را ووتم او په سرک د موټر نیولو لپاره ودرېدم چې د عبدالغني تر کوره مې ورسوي، خو کله چې هلته ورسېدم مالومه شوه چې دری جسدونه د ټانک په سرک غورځول شوي دي، هسپتال ته چې ورسېدم نو جسدونه له پېژندو وتلي و، ځکه چې د لویو ږېرو او بریتونو سره جسدونه په ګولیو سوري سوري و. رشته دارنو وویل چې له جسدونه سره شناختي کارډونه هم موندل شوي دي، چې یو شناختي کارډ د عبدالغني و، خو دا چې کوم یو عبدالغني دی دا مالومه نه ده.

ادامه لري…

kaspersky kaufen

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum