fbpx

که خوشحاله ژوند غواړئ، له دې (۲۱) اعمالو ډډه وکړئ

ژوند له تجربو، احساساتو، پېښو، ناخوالو او بدلونونو ډک دی. تر څو چې د کړاوونو او سختیو له مرحلو تېر نه‌شو ستونزمنه به وي چې په ډېرې اسانۍ سره مو ژوند په خوښۍ کې تېر شي. که چېرې غواړئ خوشاله ژوند ولرئ، خو په دې نه پوهېږئ چې له کومه يې پیل کړئ، نو لاندې څو ټکي په نظر کې ونیسي او په لوی ارادې سره له کولو ډډه وکړئ.

۱ – له ناسمو خلکو سره وخت مه ضایع کوئ

لکه څنګه چې ژوند ډېر لنډ دی، نو د ژوند هره ثانیه او شېبه مو له هغه چا سره مه ضایع کوئ چې له تاسې مثبت ټکي اخلي. په خپلو تجربو مو تر وروستي بریده تمرکز وکړئ، تر څو خپل اهداف په ډېرې اسانۍ سره ترلاسه کړئ.

۲ – د ستونزو په اړه مه بې‌غوره کېږئ

ښه او خوشاله ژوند کول اسانه چاره نه ده او نه به په دومره اسانۍ سره د ژوند ټولې چارې حل شي، خو په ژوند کې ستونزې د ژوند یوه ستره برخه ده او تاسې په‌خپل ژوند کې یوازینی کس یاست چې د خپلو ستونزو د حل له‌پاره کار کوئ. څومره چې مو له ستونزو تېښته کوئ، په همغه کچه به مو ستونزې درپسې ډېرېږي، نو له ستونزو تېښه مه‌کوئ، بلکې د خلاصون له‌پاره يې مټې ونغاړئ.

۳ – ځانته دروغ ویل بس کړئ

هڅه وکړئ چې له نورو سره هم رښتیني واوسئ، خو له خپل ځان سره به تل ۱۰۰ سلنه صادقه او رښتني اوسئ، ځکه کله چې تاسې په‌خپله ځان ته دوکه یا فریب ورکوئ، نو له نورو هم د رښتینولۍ تمه مه لرئ.

۴ – خپلې اړتیاوې له پامه مه غورځوئ

سمه ده چې له یو بل سره مرسته کول د انساني همدردۍ له کبله کېږي، خو تاسې له نورو سره د مرستې له‌پاره په دې کچه ځان مه بوختوئ چې خپلې اړتیاوې درنه هېرې شي. لکه د پښتو یو متل چې وايي، اول ځان دی بیا جهان دی. نو لومړی باید خپلې اړتیاوې پوره شي بیا له نورو سره مرسته کول هم یو ځانګړی خوند او انساني همدردي لري.

۵ – له نورو سره پرتلنه بس کړئ

له نورو سره خپل ځان پرتله کول تاسې ته خوښي نه دربښي او د ژوند لوړې ژورې باید په سړه سینه ومنل شي، ځکه دا ستاسې د شخصیت یوه لویه، خو ترخه برخه ده. که څوک مو د ژوند یوازې لوړې زغملی شي او ژورې نه، دا ډول خلک تاسې ته خوښي هم نه‌شي درکولای؛ نو غوره به وي چې ترې ځان ګوښه کړئ او په دې ډلو هېڅ‌کله خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ.

۶ – خپل تېر مو هېر کړئ

لکه څنګه چې تېر وخت له خپل صفته مالومېږي، تېر نور تللی دی، که هر څومره دردوونکی او خوږمن و، نور په یادولو نه ارزي، ځکه وخت نه لنډېږي، نه اږدېږي، نه بېرته راګرځي، نه په‌کې تغیرات راځي او نه يې په اړه نور فکر کول په‌کار دي؛ نو غوره به وي په همدې حال فکر وکړئ او خوندې ترې واخلئ.

۷ – حال مو د راتلونکي قرباني مه‌کوئ

راتلونکی غیر یقیني او نه اټکلېدونکی دی او تاسې یې هم په اړه څه نه‌شئ کولای. سمه خبره ده چې راتلونکې ته چمتوالی د بریالیو کسانو کار دی، خو “همدا اوس” یانې حال مو د راتلونکې له‌پاره مه قرباني کوئ، ځکه د راتلونکې پرځای له حاله ډېره زده‌کړه کېږي او کولای شئ په موجوده وخت کې خپلو ستونزو ته ورسېږئ. که داسې و نه کړئ، همدا حال به مو هم په تېر بدل شي چې پورته يې د ضرر په اړه یادونه وشوه.

۸ – د خپلو تېروتنو په خاطر ځان مه رټۍ

د هر انسان په ورځینو چارو کې تېروتنې عادي خبره ده. تېر وتنې له هر چا کېږي ان که پېغمبران او ډېر ښه خلک هم وي، تاسې هم انسانان یاست له خپلو تېروتنو مه ډارېږئ. که وګورو همدا تېروتنې دي چې ترې زده‌کړه کېږي او زمو ژوند ورسره هم‌مهال د پرمختګ لور ته ځي. همدا ستاسې تېروتنې دي چې تاسې نن د ژوند په لوړ پوړ کې یاست؛ نو خپلې تېروتنې ومنئ او په اړه یې افسوس مه‌کوئ.

۹ – له نورو د خوښۍ تمه مه‌لرئ.

ستاسې خوښي په لومړي قدم کې خپله له تاسې پېلېږي، خبر یاست؟ یوازې له تاسې. که چېرې تاسې خپل ځانته خوښي نه‌شئ ورکولای، له نورو هم د خوښۍ تمه مه‌لرئ، ځکه تاسې د خپلې خوښۍ لومړنۍ سرچینه یاست او نور تاسې ته هم خوښي نه دربښي.

۱۰ – خوښي په پیسو مه اخلئ

د ځینو څېزونو په پېرلو سره خلکو ته یوازې نسبي خوښي برابرېږي، خو دا ډول پېرل زموږ داخلي ستونزې نه‌شي حل کولای، ځکه دا ډول خوښي یوازې د لنډې مودې له‌پاره وي چې ډېر ژر يې وخت تېرېږي. په ژوند ډېر مهم څېزونه په پېسو نه اخېستل کېږي او خوشالي هم همداسې یو څېز دی چې هېڅ ټکټ نه‌لري.

۱۱ – له ځان د اکبر باچا لټان مه جوړوئ

ستاسې ژوند له زحمت او خوارۍ پرته په جادويي شکل نه جوړېږي. که چېرې تاسې غواړئ په ژوند کې مو تغیرات راشي، نو د دې تغیر له‌پاره لاس په کار شئ، لاس تر زنې مه کېنئ او نه هم اوس اکبر باچا ژوندی دی چې تاسې ته د ډېرې لټۍ په بدله کې تر نورو ډېر ارزښت او خوښي درکړي.

۱۲ –  له ځانه جامع‌الکمالات مه جوړوئ

سمه خبره ده چې هر فعال انسان باید د خپل مسلک ترڅنګ یو لړ نور مهارتونه هم ولري، خو تل په دې لټه کې مه اوسئ چې تاسې په نړۍ کې په هر څه ځان پوه کړئ، ځکه دا کار ناشونی هم دی. یوازې مو په خپلو مهارتونو تمرکز وکړئ تر څو خپلو موخو ته ځان ورسوئ.

۱۳- حسادت پرېږدئ

په انګلیسي کې یو متل دی وايي، چمن تل له کټارې هاغاړه زرغون ښکاري. مانا دا چې تاسې د خپل ګاونډي چمن خوښېږي، حسادت ورسره کوئ، خو د خپل چمن د زرغونولو له‌پاره هلې ځلې نه‌کوئ؛ نو همدا نن لاس په کار شئ، په خپل ژوند کې تغیرات راولئ او له نورو سره حسادت پرېږدئ، ځکه دا چاره تاسې ته خوښي نه دربښي.

۱۴ – خپل ځان کم مه‌ګڼئ

ډېری وخت په ژوند د خفګان یو لامل دا هم وي چې ځینې خلک خپل ځانونه له نورو کم ګڼي، په دې مانا چې څنګه يې نور دوستان دا او هغه کار کولی شي، خو دی يې نه‌شي کولای. خو داسې نه‌ده‌، تاسې هم کولای شئ، د نورو په څېر لوړ کارونه ترسره کړئ. یوازې یوې قوي ارادې او لومړي قدم اخېستلو ته اړتیا ده او هېڅ‌کله خپل ځان کم مه‌ګڼئ.

۱۵ – له ضد او غوسې ډډه وکړئ

ضد او قهر هغه لاملونه دي چې ستاسې په شاتګ کې ستر رول لوبوي چې دا چاره مو په لوی لاس په بریا کې لوی خنډ جوړوي. دا ډول زهر یوازې پر تاسې او ستاسې پر چارو ناوړه اغېره کوي. چې کله داسې ده؛ نو تل هڅه وکړئ چې له ضد او غوسې څخه ډډه وکړئ.

۱۶ – پر نورو تکیه مه‌کوئ

که تاسې په‌خپل ارزښت نه‌پوهېږئ، نور مو هم ارزښت ته قایل نه‌دي چې دا چاره تاسې په‌خپل ځان بې‌باوره کوي. د نورو پر ځای په‌خپله پر ځان باور ولرئ او د خپلو افکارو ملاتړ وکړئ، ځکه نور ستاسې په اړه ډېری وخت مثبت او سم تحلیل نه‌کوي.

۱۷ – له ژونده بې‌زاره مه‌کېږئ

د ژوند هره شېبه او ورځ غنیمت وګڼئ او پوره ارزښت ورته ورکړئ. که څه هم ځینې وخت دا چاره ستونزمنه وي، خو په ژوند کې تل ښې شېبې ستاسې شاوخوا موجودې وي، لږ فکر ورته وکړئ او ګټه ترې پورته واخلئ.

۱۸ – له تمثیله ډډه وکړئ

ځینې وخت ډېر کسان ډېر خفه، غوسه، ستړي او اضطراب ځپلي وي، خو دوی داسې تمثیل کوي چې په ژوند کې يې هرڅه سم دي. د خپلو احساساتو له ښکاره کولو ډار مه‌لرئ، ځکه ډېر وخت د خپلو احساساتو ښکاره کول له تاسې سره ستاسې د ستونزو په حل کې رغنده مرسته کوي.

۱۹ – له دلیل پرته خفګان مه‌کوئ

له هېڅ دلیل پرته خفګان کول او د یو داسې چارې په اړه بې‌ګټې چورت وهل چې تبدیلول يې ستاسې له وسې پورته خبره وي، هېڅ‌کله يې په دایره کې خپل ځان مه بوختوئ، ځکه ژوند ډېر لنډ دی، د دې پرځای چې په بې‌ګټو فکرونو يې تېر کړئ، غوره به وي چې همدا انرژي په یو مثبت کار کې ولګوئ.

۲۰ – د هر چا له خوشالولو ډډه وکړئ

که تاسې هر څومره د نورو د خوشالولو هڅه وکړئ، همدومره نور وخت ته هم اړتیا لري. د دې پر ځای چې ټول خلک درنه خوشاله وي، د خپل انکشاف او پرمختګ په اړه تمرکز وکړئ، ځکه ټول عالم سړی خوشالولی نه‌شي.

۲۱ – د ناکامیو پړه مو پر نورو مه وراچوئ

پر نورو تور پورې کول او شکایت اسانه چاره ده، خو دا ډول کړنې ستاسې اصلي ستونزه نه حلوي. خپله لاس په کار شئ، مسوولیت ومنئ که په خپلو موخو کې بریاوو ته و نه‌ رسېدئ، د خپلو ناکامیو پړه پر نورو هم مه ور اچوئ، لکه څنګه چې تاسې د خپلې بریا امتیاز له نورو سره نه شریکوئ، همداسې د خپلو ناکامیو پړه هم پر نورو مه وراچوئ.

ژباړه او زیاتونه : ضمیر ساپی

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.