fbpx

پاکستان ته تلونکي بهرني چارواکي دې د خپل سامان ساتنه په خپله وکړي

د کويت يوې ورځپاڼې ليکلي دي، چې کوم لوړپوړي چارواکي، سياستوال او د هېوادونو مشران پاکستان ته سفر کوي، نو هلته د خپل سامان ساتنه هم په خپله وکړي.

يادې ورځپاڼې دا خبر د ورځپاڼې په سر کې ډېر لوى ليکلى دى.

څه ورځې مخکې د کويت يو لوړپوړى چارواکى پاکستان ته په رسمي سفر راغلى و، چې په پاکستان کې ترې يوه پاکستاني آفسر پرس او بېک پټ کړي ول. له يادې پېښې وروسته د کويت ياد هييت بېرته له پاکستان خپه لاړ.پاکستان ١

اوس د کويت يوې ورځپاڼې يادې پېښې ته په کتنې سره د نړۍ ټولو هېوادونو ته خبردارى ورکړى دى، چې هر يو لوړپوړى چارواکى، سياستوال او يا هم کوم بل مهم دولتي کس پاکستان ته سفر کوي، نو په پاکستان کې دې د خپل ټول سامان ساتنه په خپله وکړي، ګنې له خپل سامان څخه به لاس ووينځي.

ياده پېښه، چې په پاکستان کې د کويت له لوړپوړي چارواکي څخه پرس او بېک غلا شول، په ټولنيزو رسنيو سخته زياته وايرل شوه. که څه هم په دې پېښه د پاکستان صدراعظم عمران خان د کويتي هييت څخه بښنه وغوښته او ياد کس ونيول شو، خو په ټوله نړۍ کې په پاکستان زيات لعنت وويل شو.