fbpx

افغانستان پريمير ليګ د شپږيزې بديل نه دی

د افغان کرکټ بورډ مسولين وايي چې د (۲۰۱۸) م کال شپږيزې سيالۍ به په همدې کال کې ترسره شي، بل لور ته لوبغاړي وايي چې افغانستان پريمير ليګ ورته ډېر ګټور دی، بايد لا پياوړی شي.

د افغانستان پريمير ليګ سوداګريزې سيالۍ چې د اماراتو په شارجه لوبغالي کې پيل شوې دي، تر يو ورځني ځنډ وروسته يې شپږمه  او اوومه سيالي د دوشنبې پر ورځ ترسره کېږي.

د افغانستان پريمير ليګ چې په اماراتو کې پيل شوی دی، ګڼ شمېر افغان او بهرني لوبغاړي په دغه ليګ کې ګډون کوي. د کرکټ افغان مينوال اندېښنه لري چې کرکټ بورډ د دې ليګ له امله شپږيزه سيالۍ له یاده ويستلي، خو د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي: دا ليګ د شپږيزې بديل نه بولي او وايي چې دواړه ليګونه به هر کال ترسره کېږي.

د ملي لوبډلې لوبغاړی ميرويس اشرف په دې باور دى چي په افغانستان پريمير ليګ کې به د نبي، راشد او مجيب په څېر نور نوي استعدادونه افغان کرکټ ته راشي او تر څنګ به يې دوی ته د دې ليګ له له لارې ډېره اقتصادي ګټه هم ورسېږي.

د بلخ لوبډلې لوبغاړی ګلبدين نايب چې په تېره سيالۍ کې يې (څلور) لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، وايي چې که افغانستان پريمير ليګ په افغانستان کې ترسره شي، د يو خوب رښتيا کېدو په مانا به وي، نوموړی هيله مند دی چې په راتلونکو څو کلونو کې به دا ليګ په خپل هېواد کې ترسره کړي.

د افغانستان پریمير ليګ سيالۍ چې د روانې اکتوبر مياشتې پر (۵)مه نېټه پيل شوې، د همدې مياشتې پر (۲۱)مه نېټه به پای ته ورسېږي. تر دې دمه د دې ليګ پنځه سيالۍ ترسره شوي، چې ټولو لوبډلو دوه دوه سيالۍ ترسره کړي، بلخ خپلې دواړه، ننګرهار، پکتيا او کابل ځوانانو يوه يوه سيالي ګټلې، کندهار لوبډلې بيا خپلې دواړه سيالۍ بايللې دي.