The news is by your side.

طالبانو په حکومت باندې د نړيوالو مرستو بندول وغوښتل

طالبانو په حکومت باندې د نړيوالو مرستو بندول وغوښتل

خبريال وېبپاڼه/ طالبانو په خپل یوه بیان کې د نړيوالو څخه غوښتي دي چې نور دې د افغان حکومت سره خپلې مرستې بندې کړي، طالبانو پخپل بيان کې ويلي دي چې لوی حکومتي سياستوال په کابل کې ځان خوندي نه ګڼي، نو حکومت اوس د ځان امنیت هم نشي نيولی د خلکو به څه ونيسي.

طالبانو د ورځې خبره تر نامه لاندې په یوه بیان کې ويلي دي چې حکومت د خپلو سياستوالو لپاره سلګونه سرتېري ورکړي دي خو بيا هم دا سياستوال ځان خوندي نه احساسوي، طالبانو ويلي دي کله چې بې کفایتي دې حد ته ورسیږي چې ان لوی سياستوال په خطر کې وي او ګوته حکومت ته نيسي نو پکار نه ده چې دداسې حکومت ملاتړ وشي.

پيسې شخصي جېبونو ته ځي

طالبانو پخپل دې بيان کې په حکومت کې د روان فساد په هکله خبرې کړې دي، دوی ليکلي چې حکومت په ميليارډونو ډالر ترلاسه کړل، خو دا یې د هغه څه لپاره مصرف نکړل د څه لپاره ورکړل شوي و، بلکې دا ټولې پيسې دوی په شخصي جېبونو کې واچولې او چور یې کړې.

طالبانو ددې روان حالت په هکله ويلي دي چې په کابل کې د سياستوالو وېره دا په ډاګه کوي چې حکومت اوس خپل ځان نشي ساتلی او پخپل ځان هم باور نلري، طالبان زياتوي چې حکومت په دې ونه توانېده چې په يوه کړۍ راټول شي، دوی پخپلو کې سخت اختلاف لري.

د کابل نا امني د حکومت خپله بې کفایتي ده

طالبانو په کابل کې روانو نا امنیو ته هم اشاره کړې ده، دوی پخپل بيان کې ليکلي دي چې نن کابل او د کابل خلک په یوه تلیفون په څو افغانيو سره وژل کېږي، د ننه ځان هېڅوک خوندي نه احساسوي، طالبان دا حالت د حکومت خپله ذاتي بې کفایتي بولي او وايي چې دوی صرف د تلیفونونه د غلو د له منځه وړلو توان او قابليت هم نلري.

طالبان په داسې حال کې د وروستیو نا امنیو په کابل کې د جنايي پېښو پړه په حکومت اچوي او حکومت پخپلو چارو کې ناکام او بې کفايته بولي چې پخپله یې په کابل او ولایتونو کې په هدفي وژنو کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.

نړيوال دې مرستې بندې کړي

طالبانو په نړیوالو غږ کړی دې چې په افغان حکومت خپلې مرستې بندې کړي، دوی پخپل بيان کې ليکلي چې د نړيوالو لخوا مرسته شوې پيسې په هغه څه نه لګول کېږي کوم چې نړيوال یې غواړي، بلکې دا ډول ډېري پيسې د افغان حکومت د چارواکو له لوري د خپلو شخصي موخو لپاره کارېږي.

طالبان په داسې حال کې په نړيوالو باندې غږ کوي چې په افغان حکومت دې خپلې مالي مرستې بندې کړي چې نړيوالو وار د مخه حکومت دا ويلي دي چې نور به خپلې مرستې د فساد په ضد د مبارزې سره مشروطې کړي.

سياستوالو څه شکایت کړی و؟

د طالبانو دا غبرګون داسې وخت راځي چې څو ورځې وړاندې کابل میشتو سياستوالو چې هم په حکومت کې دننه ځای لري او هم بيرون د حکومت په هغه پریکړه نيوکه وکړه چې په بنسټ یې ددوی ساتونکي کمېدل.

سياستوالو ګواښ کړی و چې حکومت یې ساتونکي کم کړي دي اوس که په دوی باندې هرڅه وشي نو مسول به يې حکومت وي.

حکومت د سياستوالو دې غبرګون ته ويلي و چې اوس يې هم ددوی د ساتنې لپاره تر سلو پورې امنيتي کسان ګومارلي دي او که دوی نور کسان غواړي نو مصرف یې دې پرې کړي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.