The news is by your side.

بایډن: ټرمپ او پلویان دي د امریکا له شرمولو لاس واخلي

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن به د روانې میاشتي په شلمه نیټه د تحلیف مراسم ترسره کړي چې یوازي ورته اته ورځې پاتي  دي.

هغه ویلي له هیچا ویره نلري او غواړي په ازاده فضا کې د جمهوري ریاست د لوړي مراسم ترسره کړي، نوموړي ټرمپ او پلویانو ته یې په خطاب کې ویلي چې د امریکا له شرمولو څخه دي لاس واخلي.

د امریکا کانګرس بیا ویلي چې ټرمپ په خپلو کړنو سره هرڅه ځان ته سختوي او له واکه تر لیري کیدلو وروسته ښايي له سختو محکمو سره مخ سي

ټرمپ هیڅ یوه خبره بې غبرګونه نه پرېښې خو په دې هکله يې تراوسه څه نه دي منلي هغه څو ورځې وړاندې ومنله چې واک به په قانوني ډول سره جوبایډن ته سپاري خو دا يې هم وویل چې د ټاکنو پایلې نه مني.

بایډن ته څو سختې ټاکنې ګوري چې باید په هکله يې منطقي او سمې پریکړي وکړي افغان، کرونا، ایران او یو شمېر نور هېوادونه چې د ټرمپ په دوره کې ورسره امریکا ښې اړیکي نه درلودې باید بایډن يې په هکله سمه پریکړه وکړي خو داسې ویل ګمان کیږي بایډن ته به ستونزې زیاتي وي.

په ورته وخت کې ایف بي ای هم لاریونوالو ته خبرداری ورکړی وروسته له هغه چې امریکا کې د ټرمپ په ملاتړ لاریونونه وسول اوس تازه د امریکا فدرالي ادارې ایف بي ای د هغه ملاتړو ته خبرداری ورکړی.

د امریکا دغې فدرالي ادارې ویلي چې داسې مالومات ورته رسیدلي چې د ټرمپ پلویان به د بایډن د لوړې مراسمو پرمهال د هېواد په پنځو  ایالتونو کې سخت لاریونونه وکړي چې ښايي یوه برخه يې وسلول هم وي.

ایف بي ای ویلي کچیري د ټرمپ پلویان د تحلیف پروخت د نظم د ګډ وډولو هڅه وکړي نو د دوی له سخت غبرګون سره به مخ سي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.