The news is by your side.

کابل کې د امریکا د سفیر او نورو لوړو پوړو چارواکو د ترور طراح ونیول شو

خبریال وېبپاڼه/ ملي امنیت وایي، تیره شپه یې د ننګرهار ولایت کامی ولسوالۍ کې د داعش پر ضد ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د دغې ډلې د هدفي وژنو مهم غړی او طراح نیول شوی دی.
د ملي امنیت لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوی کس عبد الواحد نومېږي اړ د دري نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د داعش ډلې د هدفي وژنو غړي او طراح عبد الواحد پلان درلوده چې د خپلو نورو ملګرو په همکارۍ په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر او افغان لوړ پوړي چارواکې په نښه او ترور کړي چې په نیول کیدو سره یې ترهګریز اهداف شنډ شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نیول شویو کسانو څخه یوه بریټا تفنګچه، یو میل کلاشینکوف او یو چره ییز هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
سرچينه وړاندې کاږي، چې د نیول شوي داعشي د کورنۍ څخه دوه تنه نور هم د داعش ډلې د رهبرۍ غړي ول چې په تیر کې د یو هوایي برید له کبله وژل شوي دي.
تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ننګرهار کې کې لا هم داعش ډله پراخ فعالیتونه لري او د مسوولینو په خبره، په هېواد كې د داعش سترې ترهګریزې حملې هم په ننګرهار کې پلان کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.