The news is by your side.

يو پاکستاني ملا ځان د اسلام يوولسم خليفه اعلان کړى

د پاکستان ټوډى ورځپاڼې ليکلي دي، چې په پاکستان کې يو ملا چې عبدالله بن منيب نومېږي، ځان د اسلام يوولسم خليفه اعلان کړى دى او ويلي يې دي چې که چا ترې بيعت ونکړ، نو لعنت به پرې وويل شي.

ورځپاڼه ليکي، نوموړي ملا دغه اعلان په يوه ويډيويي پېغام کې کړى دى او ويلي يې دي چې دا کار مې د خداى (ج) او د هغه د رسول (ص) د مهربانۍ له مخې کړى دى.

عبدالله بن منيب وايي، زه د اسلام يوولسم راشد خليفه يم، که چا زما او زما د منوونکو مخالفت وکړ، نو لعنت به پرې وويل شي.

هغه ادعا کوي، چې د اسلام پېغمبر (ص) د هغه په اړه وړاندوينه کړې ده. هغه د پاکستان له ځوانانو غوښتي دي چې د اسلام د راپورته کولو لپاره دې د نوموړي ملا وروتړي.

عبدالله بن منيب له خلکو غوښتنه کړې ده چې د ده بيعت دې وکړي او وايي که څوک ورسره بيعت ونکړي، نو له اسلام څخه بهر دى.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې ياد ملا د پنجاب پوليسو د پنجاب په ساهيوال سيمه کې نيولى دى، خو لا هم د هغه د نيولو خبر کره نه دى او لويو رسنيو په اړه څه خبر نه دى ورکړى.