The news is by your side.

ننګرهار کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

خبریال وېبپاڼه/ ننګرهار ولایت مقام وايي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د شپاړس میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جلال اباد ښار اتمه ناحيه کې د ښاروالۍ ادارې په چوکاټ کې د ولسي تړون ملي برنامې لخوا د درې فرعي سړکونو، ويالو، ويالو په سر د جاليو اچولو او استنادي ديوالونو پروژو چارې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو پروژو ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې لسګونه مسلکي او غیرمسلکي کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه.

خبرپاڼه د جلال اباد ښاروال اباسين بهير له قوله لیکي، چې د ولسي تړون ملي برنامې په ۱۵،۵ میلیونه افغانیو او د ولسي ونډې په ۱،۵ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د اتمې ناحيې اړوند پښتونستان شورا پر مټ ۱۲۰۶ متره سړک، ۹۷۸ د سړک غاړې ويالې، ۲۹۲ متره استنادي ديوال او پنځوس متره د ويالو په سر د جاليو اچونې چارې بشپړې شوې.

هغه زیاته کړې، چې د پښتونستان دويمې مېنې ۱۴۴۱ متره سړک، ۱۳۷۳ متره د سړک غاړې ويالې، ۱۰۳ متره استنادي ديوال، د ساحل اباد مېنې ۹۷۴ متره سړک، ۱۲۹۶ متره د سړک غاړې ويالې او ۳۰۷ متره د ويالو دپاسه جالۍ پروژې هم په یادو تکمیل شویو پروژو کې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسي تړون برنامې مسوولینو د يادو پروژو د کيفيت په اړه ډاډ ورکړ او له خلکو يې غوښتي چې په ساتنه کې يې همکاري وکړي.

د سیمې خلکو د یادو پروژو په عملي کولو خوښي څرګنده کړې او له مسوولینو یې غوښتي چې د متوازن انکشاف له مخې د ښار ټولو ناحیو ته پاملرنه وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.