The news is by your side.

د دې کارونو په کولو سره به له نورو ژر زاړه شئ

مونږ د عادت له مخې، او يا هم په قصدي ډول داسې کارونه ترسره کوو،چې وروسته د لويو ناروغيو لامل ګرځي.د دې کارونو په کولو سره مونږ له نورو زاړه ښکارو، ځکه پر جسمي لحاظ ډېر بدلون کوو. دا ځينې داسې کارونه دي، چې تاسو به پرې فکر نه وي کړى.خو تاسو ته زيان رسوي.او له نورو به مو ژر زاړه کړي

. پر دې کارونو مو دلته کرښې ليکلي:

۱ـ ناوخته ويده کېدل:ناوخته ويده کېدل د انسان روغتيا لپاره ډېر زيان رسوي،ځکه ناوخته ويده کېدل د انسان لپاره ډېرې ناروغۍ راوړي، لکه:انرژي مو له منځه ځي. په وزن کې مو زياتوالى راولي.د انسان ميتابوليزم نامنظم کوي.د بدن هورمونونو باندې بده اغېزه کوي. د خوب لپاره تر هر څه دمخه لومړى دا بايد وي، چې وخت يې بايد څرګند وي.

مثال:هره ورځ په يوه وخت ويده شئ.او سهاري په تعيين شوي وخت راپاڅېږئ.بله مهمه خبره په يوه شپه او ورځ کې د اووه ساعتونو خوب کول دي، چې دا خوب بايد په تياره او ارامه ځاى کې وشي.او له دې سره بايد داسې نه وي،چې په دې اووه ساعتونو خوب کې پورته،کښته شئ.دا اووه ساعته خوب مو بايد ډېر ژور اوسي،تر څو د انسان مغز په سمه توګه استراحت وکړئ.

روان پوهان وایي، هر څومره، چې خوب ژور او عمیقه وي، هغومره ستاسو ذهن ته ګټه رسوي، او هغه هورمونونه افراز کېږي، چې ستاسو د ودې، او ارامښت سبب کېږي.

۲ـ ستاسو د بدن وزن کې ژر ژر بدلون راتلل:داسې خلک ډېر دي، چې لومړى خپل روغتيا ته پام نه کوي، او کله چې وزن يې له حده ډېر شي،نو وروسته بيا پر ځان ډېر فشار راوړي،په ورځو او شپو ډوډۍ نه خوري، او هر ډول سختي پر ځان راولي،تر څو ځان ډنګر کړي، که په څو څو واري دا کار وشي، د انسان په بدن ډېره بده اغېزه کوي او د دې لامل کېږي،چې تاسې له نورو ژر زاړه شئ.

۳ـ د سټريس کنټرول نه کول:که چېرې سټريس مو کنټرول نه کړئ،نو پر دې پوه شئ، چې ډېر ژر به مو ژوند په بل مخ شي.او د رواني ناروغۍ سره به شديد سردرد،نفس تنګي،ځان درد،ملا درد،دومداره ستړيا او نورې ډېرې خطرناکې ناروغۍ .

د انسان ژوند ته هغه ناروغۍ چې ډېرې خطرناکې دي، رواني ناروغۍ، او سټریس یې هم لري، لو لا پسې ډېر، ځکه سټریس ستاسو د ژوند خوند او رنګ درنه اخلي، له بده مرغه ، چې په افغانستان کې دې ناروغۍ ته ډېر پام نه کوئ، او له دې وېره لري، چې که نورو ته ووایي ، چې رواني تکلیف لري، نو د لیوني نوم به پرې کېږدي.

۴ـ د خوږو توکو خوړل: مونږ ټول پر دې پوهېږو،چې د ډېرو خوږو توکو خوړل،زيانونه لري.تر ټولو مهم زيان يې د انسان دفاعي سيستم ده،چې د خوږو ډېرو خوړلو له امله کمزورى کېږي.چې نور مو بدن کې د يوې عادي او موسمي ناروغۍ پر وړاندې دفاع نشي کولى.او بل لوى خطر ، چې د ډېرو خوږو خوړولو سره زمونږ صحت ته متوجې دى،هغه د شکر ناروغۍ ده.نو د يوه روغ صحت ساتلو او ځان ځوان ساتلو لپاره تل ځانته پام وکړئ.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.