The news is by your side.

عمرانخان د سوله ییز افغانستان ګټې بیان کړې، خوسوله نه غواړي

د پاکستان دوه مخې سیاست او له افغانستان سره یې کړنې ټولو افغانانو حس کړې چې اوس يې په ښه او بدو څرګندونو باور نکوي

د پاکستان لومړي وزیر عمرانخان له کریم خلیلي سره په کتنه کې سوله ییز افغانستان ګټې بیان کړې او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې سوله د سیمې د پرمختګ او پراختیا سبب کیږي او ښه فرصتونه رامنځ ته کوي.

هغه له کریم خلیلي سره په کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې له سولې او ثبات سره به د دوی همکاري دوام لري، خو هیڅ باور نسته چې پاکستان دي په خپله دې ژمنه کې ثابت قدمه پاتي سي.

عمران خان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په قطر کې د بین لافغاني مذاکراتو د پیل خبرو هڅه پیل سوې او عام افغانان زیاتي هیلي لري ترڅو په افغانستان کې د جګړې  بل سوی اور مړ سي، خو لاهم حالت ته په کتلو سره داسې ښکاري چې یاده جګړه به لا دوام وکړي.

له کلونو کلونو راهیسي د افغانستان په وړاندې د پاکستان خراب سیاست او دوه مخې توب د دې لامل سوی چې د وخت حکومتونه او تراوسه پوري افغانانو ته ستونزې جوړي کړي او په خپله خاوره کې هغه جګړه مارو ته ځای ورکړي چې افغانان وژني او ستونزې ورته جوړوي.

د دې سره ترخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي هم د افغان  سولې اړوند تازه څرګندونې کړې دي قریشي یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هیله مند دی چې بین الافغاني خبرې پر افغان خاوره د بل شوي اور د مړه کېدو سبب وګرځي.

هغه د سولې پروسې د بریا لپاره اوربند شرط بللی او ټینګار یې کړی چې دواړه اړخونه باید اوربند وکړي، تر څو روانه پروسه بریالۍ او د افغانانو له تمې سره سمه مخته لاړه شي.

کریم خلیلي بیا د سولې پروسه کې د پاکستان له هڅو مننه کړې او هیله یې ښودلې چې دغه همکارۍ یې تر پایه دوام ولري؛ هغه څه چې هیڅ افغان پرې باور نه شي کولای.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.