The news is by your side.

پوروړو په تنګ کړی؛ پاکستان د پښتونخوا د قامي مالیاتو برخه پیسې پټوي

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان حکومت د نړۍوالو پورونو د ادا کولو او د خپلو لګښتونه په پوره کولو کې پاتې راغلی او اوس غواړي د پښتونخوا د قامي مالیاتو برخه پیسې پټې کړي.

د پاکستان یو شمېر اقتصاد پوهانو او د دې حکومت د مخالفو ګوندونو مشرانو پر پاکستاني حکومت دغه تور پورې کړی دی.

دوی ویلي، چې حکومت د پوځ د مصارفو په پوره کولو کې پاتې راغلې او په دې توګه یې هڅې پیل کړي، څو د پښتونخوا د قامي مالیاتو برخه پيسې پټې کړي.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري تېره ورځ په ملا کنډ کې د پاکستان جمهوري غورځنګ غونډې ته په وینا کې وویل، چې مرکزي حکومت په قامي مالياتو کې د خېبرپښتونخوا د پیسو برخه پټول غواړي او په دې توګه د خپل پوځ مصارف ترې ورکوي.

نوموړي وویل، چې د تېرکال راهیسي د خېبر پښتونخوا ۱۶۰ میلیارده کلدارې حکومت په ولکه کې نیولي او دوی یې په هر ډول ترې غوښتونکي دي.

دې وروستیو کې د پاکستان حکومت له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی او د نړۍوالو پورونو په ډېریدو سره یې اوس هڅې پیل کړي، څو د خپلو وګړو سربېره، د پښتونخوا په خلکو مالیات ډېر او له دې لارې د خپل پوځ مصارف پوره کړي.

 د پښتونخوا اقتصاد پوهان او قومي مشران وايي، دوی به د پاکستاني حکومت د دې ناروا مخه ونیسي او هېڅکله به اجازه ورنه کړي، چې حقونه یې پیمال شي.

د پاکستان حکومت د مخالفو ګوندونو له همدې کبله وخت ناوخته په خپلو لاریونونو کې له عمران خان غوښتنه کوي چې د هېواد د اقتصادي وضعیت د کنټرول لپاره دې استعفا وکړي او واک دې داسې چاته پرېږدي چې پاکستان له ناورین حالته وباسي.

دوی وار ـ وار غږ کړی چې عمران خان په لوی لاس پاکستان غرقوي او د خپل ناوړه سیاست له امله پور اخیستو کې نړۍوال ریکاډ ایښی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.