په قدرت او ایډیولوژۍ!

خبریال وېب پاڼه/ د نوام چومسکي کتاب په قدرت او ایدیالوژۍ (On Power and Ideology) مې ولوست، د چومسکي
کتاب د چومسکي د پنځو لیکچرونو ټولګه ده چې په ۲۰۱۵ ز کال کې چاپ شوی، خو لیکچرونه یې ۱۹۸۶ ز کال کې د منګوا پوهنتون، په نیکارګوا پداسې وخ کې ورکړل چې د لیکوال له نظره ریګن د امریکا د خپلې ترهګرۍ جګړې او وحشت په اوج کې و. د کتاب اساسي بحث د امریکا لاس وهنه په نړیوال نظم کي ده، او په دې تمرکز کوي چې امریکا څنګه د قدرت څخه په ګټه اخیستني، زور او چل او دارنګه د ایدیالوژیکو مداخلو او جګړو تر سیوریو لاندې د هېوادونو شته تروړي، څنګه کمزوري هېوادونه تر خپل نیواک لاندې راولي، څنګه نوي استعمار او ښکیلاک ته لار جوړوي.

چومسکي د کتاب پیل د نړیوال نظم په چوکاټ کوي، هغه د ګڼو مثالونو په وړاندې کولو سره وایې چې امریکا په کمزورو هېوادونو بریدونه کوي، دوی خپلو بریدونو ته درواغجنې ژمنې د ولسواکۍ ( دیموکراسۍ)، بشري حقونو ملاتړ، د بیان ازادي، ګن نور ورته غولوونکي نومونه ږدي چې تر شا یې خپلې موخې، اقتصادي ګټې، د لوټمارو حکومتونو رامنځته کول، د خپلو تولیداتو پلور ته بازار موندنه او ملي شتمنیو د چور ا تالان پلانونه پټ وي. چومسکي وایې چې د امریکا بهرنۍ پالیسۍ په همدې غولوونکو عنوانونو را څرخي، دوی خپلواکۍ ټولنې رامنځته کوي، د خپلواکو ټولنو میعار د امریکا د پاره د خپلو تولیداتو د پلور د پاره د بازار موندنه ده، د ولسواک حکومت ( جمهوري نظام) څخه د امریکا موخه دداسې یو حکومت رامنځته کول دي چې ټول ولس د څو غلو، چورواکو، سوداګرو په ولکه کې بند وي، تر څو امریکا پرې په اسانۍ سره حکومت وکولی شي. چومسکي وایې د امریکا د پاره د ولسواک نظام تعریف د ملتونو سپکول او د سپکو خلکو حاکمول دي.

چومسکي وایې چې د روزویلټ د څلورو خپلواکیو ذکر چې باید هېوادونه یې ولري: د بیان خپلواکي، د عبادت خپلواکي، له ګدایګرۍ خپلواکي او له ویري خپلواکي ، اصلا د پنځمې خپواکۍ سره تړلي ده چې امریکا یې په ښکاره نه وایې خو په عمل کي پلي کوي هغه د غلا، چور خپلواکي دي، داسې خپلواکي چې هیڅوک د غلو، چورواکو او مزردو کسانو د پوښتنې حق ونلري بلکې هغوی په خپلواکه توګه وکوالی شي ملتونو چور او تالان کړي.

چومسکي وایې چې د امریکا ځینې فاشیست دولتونه دښمنان دي، ځینې فاشیست دولتونه یې بیا ملګري دي، دا ځکه چې د دښمنې میعار او برید د پنځمې خپلواکۍ پر اساس ټاکلی کیږي. د امریکا د ټولو مکاریو او تاړاکونو په وړاندې تر ټولو ستر دښمنان کورني خلک، یا ولسونه دي، امریکا د حاکمانو لخوا ساتلی کیږي، خو د ولسونو لخوا په جګړه کې کیوزي او دوی د ولسونو د ایلولو د پاره د ایدیالوژۍ او دارنګه د پورته ذکر شویو تشو نومونو او شعارونو څخه ګټه پورته کوي.

چومسکي تاکیدا وایې چې امریکا د درواغجنو موخو چې د بشر حقونه، د ژوند د میعار د ښه کولو دعوه، ولسواکۍ ښه حکومتولۍ تر عنوان لاندې په کمزورو دولتونو بریدونه کوي، ولس یې ویشي، غل پرې واکمنوي، د ولسي زور خلاف له رسنیو او دسیسو کار اخلي او پدې توګه هېوادونه لوټي.

د امریکا د ورته یرغلونو تر ټولو ستر دښمنان د وطن اصلي بچیان وي، هغوی چې د امریکا خلاف غږ پورته کوي، د هېواد پالنې روحیه پالي او نه پريږدي چې د امریکا نظامي حضور یې په وطن کې دوامداره شي، خو امریکا د خپل شتون د ادامې د پاره د همدې کسانو د منزوي کولو، بدنامه ولو، سپکولو په لټه کې هغوی د ترهګر په نامه، د وحشي انسانانو په نامه پخپل هېواد کې بدناموي او په دې توګه په ویشلي ټولنو خپل نېواک ته ادامه ورکوي. چومسکي په کتاب کې د ورته یرغلونو ګڼ مثالونه وړاندې کوي چې د سویلي امریکا څخه نیولي تر اروپا پورې غځيدلي دي.

چومسکي پخپل کتاب کې د دوه درواغجنو تیوریانو بحث کوي چې امریکا د خپل یرغل د پاره رامنځته کړي دي: یوه یې د شوروي د تهدید په نامه او دویمه تیوري یې د خرابي شوي مڼې تیوري ده. امریکا د خپلو یرغلونو د پاره د ځینو غلامانو په واسطه یرغل ته زمینه برابروي، بیا دعوه کوي چې دوی خو د دولت لخوا په رسمي توګه بلل شوي دي، هغه په افغانستان د شوروي یرغل فلسفه وړاندې کوي، وایې چې هلته حکومت شورویانو ته بلنه ورکړه، خو امریکا یې خلاف خلک را وپارول ځکه چې امریکا د شوروي مداخله په افغانستان کې یرغل باله، خو خپله چې امریکا چې په ویتنام، کوریا بریدونه وکړل، خپل مخالفین یې د ترهګرو په نامه یاد کړل، خپل یرغل ته یې د ویتنامي او کوریایي غلامانو لخوا د رسمي بلنې او مرستي نوم ورکاوه، پدې توګه یې خپل نیواک او اشغال ته بهانې لټولي.

له چومسکي په کتاب کې پوښتل شوي چې ولي د امریکا دومره سخت منتقد یې؟ چومسکي یې په ځواب کې وایې چې دا دوه علتونه لري: لومړی دا چې د نړۍ د جنایتونو، خیانتونه او یرغلونو لویه برخه امریکا جوړووي، نو ځکه د نړۍ د بدبختیو ستر لامل د امریکا ناوړه بهرنۍ پالیسي ده، دویم دا چې زه په امریکا کې اوسیږم نو ځکه ددې ولس د یو مسول غړي په توګه حق لرم چې پخپل حکومت، چارواکو نیوکي وکړم او هغوی سمي ته را وبلم.

ځوانانو، کتاب له ورته ښکلو دلایلو، علمي بحثونو او تاریخي پس منظرونو ډک دی، کولای شي دا کتاب په پي ډی ایف کې په ګوګل سرچ کې پیدا کړي، ولي د کتاب د اخیستلو د پاره په نړیوالو سایټونو او یا هم بهرنیو لویو کتابخانو کې په لټه کې شي، کوم ځوانان چې د ژباړې وړتیا لري، د چومسکي هرکتاب ژباړل، د افغان ځوانانو په روڼتیا او پرمختګ کې اساسي کردار لوبولی شي، زه ورسره هر ډول مرستې ته ژمن یم.

درناوی!
لیکوال: ډاکترفیض ځلاند

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum