The news is by your side.

ننګرهار کې په ۱۹.۷میلیونه افغانۍ د حرفوي زده کړو مرکز جوړ شو

خبریال وېبپاڼه/ د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د هندوستان هېواد لخوا په دې ولایت کې د نږدې شل میلیونه افغانیو په لګښت د حرفوي زده کړو یو مرکز جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

له یاد دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد حرفوي مرکز نوولس اعشاریه اووه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې ۱۷ میلیونه یې په ودانۍ او دوه اعشاریه اووه میلیونه یې په تجهیزاتو مصرف شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه حروفي مرکز د کار او ټولنیزو چارو ریاست په انګړ کې جوړ شوی دا مرکز دوه پوړو کې جوړ شوی، چې لس تدريسي خونې، څلور تشنابونه، اداري خونه او نور ملحقات لري.

سرچینه کاږي، چې په دې مرکز کې به په یو وخت ۲۸۰ تنه نارینه وو او ښځینه وو ته به په لسو بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې پکې ورکړل شي او بیا به د کار مارکېټ ته وړاندې شي.

په خبرپاڼه کې د کار او ټولنيزو د چارو وزير بشير احمد په حواله راغلي، چې د دغه مرکز په فعاليت سره به ننګرهار کې د بې روزګارۍ کچه راټيټه او پر کسب پوه کسانو شمېر به زيات شي.

د ننګرهار اوسېدونکو د یاد مرکز په جوړېدو خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې په دې سره به د بېکارۍ کچه راټیټه او خلکو ته به د کار زمینه مساعده شي.

که څه هم چارواکي ډاډ ورکوي چې د حرفوي زده کړو مرکزونو له لارې به خلک په حرفوي زده کړو سمبال او د بېکارۍ کچه به راټیټه شي، خو دغو مرکزونو ته هم د اړیکو پر اساس خلک جذبېږي او د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.