The news is by your side.

پاکستاني طالبانو څلور پاکستاني عسکر وژلي

خبریال وېبپاڼه/ پاکستاني طالبانو په باجوړ ايجنسۍ کې څلور پاکستاني عسکر وژلي دي.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني دغه پېښه تایید کړې ده.

هغه ویلي دي، چې ملګرو د باجوړ د چارمنګ په بابړه سیمه کې د پاکستاني عسکرو يوې پوستې ته بم ايښی و او څلور عسکر یې وژلي دي.

د نوموړي په خبره، له دغسې پوستې به عسکر د شپې تلل او سهار به ورته راتلل، خو تېره شپه چې عسکر تللي، د دوی ملګرو هلته ماين خښ کړی و.

تر اوسه پاکستاني پوځیانو په دې اړه څه تبصره نه ده کړې.

په وروستيو کې پر شمالي او سوېلي وزيرستان سربېره په قبايلي سيمو او بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو وسله‌وال بريدونه زيات شوي، چې په ترڅ کې یې يادو پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

د يادو بريدونو مسوولیت ډېر کله په قبايلي سيمو کې فعال د تحريک طالبان پاکستان او يا او هم د بلوڅ بېلتون‌پالو غورځنګ په غاړه اخلي.

دوې ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان په ډوګا مچا کلي کې د پاکستاني پوځ او وسله‌ والو مخالفانو ترمنځ په جګړه کې نهه پاکستاني پوځیان وژل شوي وو او نهه نور یې ټپیان وو.

پاکستاني پوځیان له بلوڅ ملتپالو او پاکستاني طالبانو ښه ورځ نه لري او په اوونۍ کې خامخا دوې، درې مرګونې چاودنې پرې کېږي.

پاکستاني طالبان څه غواړي؟

د تحريک طالبان پاکستان په نامه وسله واله ډله د تيرو څو کلونو راهیسې ددوی په وينا په پاکستان کې د شرعي نظام د راوستلو لپاره وسله واله جګړه کوي، چې په ترڅ کې يې د حکومتي چارواکو په وينا تر پنځوس زره زیات پاکستانيان وژلي، په زرګونو يې ژوبل کړي او په لکونو يې بې کوره کړي دي او دغه د تشدد نه ډکه لړۍ اوس هم دوام لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.