The news is by your side.

د هرات امنیه قوماندان وايي، وکیلانو غیرقانوني غوښتنې ترې کړې

خبریال وېبپاڼه/ د هرات ولایت امنیه قوماندان سلطان داود داود وايي، چې د دې ولایت د ولایتی شورا غړي وکیل کامران علیزي او په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي حبیب الرحمن پدرام ترې غیر قانوني غوښتنې کړې دي.

هغه ویلي چې په هیڅ صورت به د یادو کسانو غیر قانوني غوښتنې ونه مني او په وینا یې، که اړتیا شوه د ځینو وکیلانو د فساد اسناد به هم خپاره کړي.

قوماندان ویلي، چې د یادو کسانو غیر قانوني غوښتنې یې نه دي منلي، ځکه یې اوس د ده پر وړاندې یو شمیر کسان د اعتراض کوونکو په نوم راپورته کړي دي.

نوموړي د ولایتي شورا وکیل ته په خطاب کې ويلي، چې پولیس د خلکو شخصي نوکران نه دي او هیڅکله د چا فرمایشونو ته غاړه نه ږدي.

دغه راز یې حبیب الرحمن پدارم ته په مستقیمه توګه ور یاده کړې، چې هیڅلکه به یې غیر قانوني کړنو ته اجازه ور نه کړي.

د هرات امنیه قومندان ویلي، چې زه د یادو دوه وکیلانو او د مدني فعالانو په نوم د یو شمیر اعتراض کوونکو په اړه بشپړ مالومات لري چې دوی ولې د ده د کار پر وړاندې درېدلي دي؟ او ډير ژر به د دوی د فساد اسناد او شواهد له رسنیو سره هم شریک کړي.

قوماندان سلطان داود داود له دې وړاندې د پکتیا ولایت د امنیه قومنداني د تصدي په مهال د یاد ولایت د یو شمیر وکیلانو د غیرقانوني کړنو په اړه مالومات د رسنیو له لارې له خلکو سره شریک کړي وو، چې د مدني فعالانو په نوم د وکیلانو د شریکانو له سخت غبرګون سره مخ شو او پر ضد یې لاریونونه وشول.

یوازې هرات نه دی چې د ولسي جرګې او ولایتي شورا غړي له دولتي مسوولینو غیر قانوني غوښتنې کوي، تر دې وړاندې هم په ګڼو ولایتونو کې وکیلانو دا ډول کړنې ترسره کړې دي.

څو اوونۍ مخکې په بلخ کې د مشرانو جرګې درې سناتوران چې د مالي او اداري چارو د ارزونې لپاره یاد ولایت ته تللي و، لاس په لاس د رشوت په تور د ملي امنیت ځواکونو لخوا ونیول شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.