The news is by your side.

د انسان په ذهن د جنسي اړيکي ۸ اغيزې!

خبريال وېب پاڼه: هغه شيان چې د انسان په ذهن مثبت او منفي اغيزې لري د هغو له جملي يوه هم جنسي اړيکه ده چې د نسل د ډيريدو لامل کيږي جنسي اړيکه د انسان په ذهن او جسم زياتي اغيزي لري جنسي اړيکه د انسان د خوشحالۍ سبب هم کيږي هغه عوامل چې د جنسي اړيکې له لاري د انسان په بدن اغيزي لري په لاندي ډول دي.

۱: جنسي اړيکه د مخدره توکو په شان ده، جنسي اړيکه د انسان ذهن ته ښه احساس ورکوي انسانان هڅه کوي چې د خپل ژوند ملګري( ښځه/ خاوند) سره ډيري جنسي اړيکې ټينګي کړي جنسي اړيکه هم لکه مخده توکي چې يوځل پري انسان اخته شي بيا تري په اسانۍ نه منعه کيږي خو، بيا جنسي اړيکه د انسان د خوشحالۍ سبب کيږي.

۲: جنسي اړيکه لکه د خفګان ضد درملو په شان عمل کوي، په ۲۰۰۰م زيږديز کلونو کې په نړۍ کې په ۳۰۰ ښځو يوه تجربه ترسره شوه هغه ښځو چې بغير د کانډم څخه جنسي اړيکه ټينګوله د هغو ښځو په نسبت چې له کانډم سره يې جنسي اړيکه ټينګوله زيات د خوښۍ احساس کولو هغه ښځي چې زياتره وخت خفګان کوي د جنسي اړیکې په وخت کې د خوشحالۍ احساس کوي.

۳: خو ځيني وخت جنسي اړيکه د خفګان د زياتوالي لامل کيږي، د جنسي اړيکې په وخت کې انسان د خوښۍ احساس کوي خو کله چې جنسي اړيکه پای ته ورسيږي د انسان بدن سست شي ذهن يې ګډوډ شي هغه تجربه چې په ۳۰۰ ښځو ترسره شوه په هغي ډيري داسي ښځي وي چې د جنسي اړيکي وروسته بيرته د خفګان حالت ته تللي.

۴: جنسي اړيکه دردونه زياتوي، کله چې سردرد لرئ نو جنسي اړيکه پرې کړئ څيړونو ښودلي چې جنسي اړيکه دردونه زياتوي په سردرد بيا ډيره اغيز لري په ۲۰۱۳ز کې په جرمني کې يوه څيړنه ترسره شوه چې په سلو کې ۳۰ فيصده د جنسي اړيکو ګډونوالو ته به د جنسي اړيکي په وخت کې سردرد پيدا کيدلو او يا هم سردرد به يې زياتيدو کله به يې چې جنسي اړيکه پای ته ورسيده نو سردرد به يې ښه شو ساينسپوهان وايې جنسي اړيکه د سردرد د زياتوالي سبب ګرځي.

۵: جنسي اړيکه ستاسو حافظه پاکوي، هر کال په ۱۰۰ زرو کسانو کې ۷ کسه د هېريدولو يو ډول تکليف پيداکوي خو هغه کسان چې د هېريدلو تکليف لري جنسي اړيکه کولای شي چې له دی تکليف څخه يې وژغوري جنسي اړيکه د ارام، سکون، خوښۍ، د ذهن د قوي کېدو سبب کيږي.

۶: جنسي اړيکه د حافظي د قوي کېدو سبب کيږي، په ۲۰۱۰ز کال کې يوه څيړنه ترسره شوه (د هيپوکامپوس د هورمون چې په عصابو کې واقع دی او د حافظي د قوي کېدو سبب کيږي جنسي اړيکه ددې هورمون د زياتوالي لامل کيږي چې ورسره د انسان حافظه قوي کيږي.

۷: جنسي اړيکه تاسو ارامه کوي، هرکله چې تاسو د ستړيا احساس کوئ نو جنسي اړيکه ستاسو دا احساس بدلوي او تاسو د سکون حالت ته ليږي.

۸: جنسي اړيکه ستاسو خوب کموي، جنسي اړيکه د ښځي په نسبت د نارينه خوب کموي ځکه چې د نارينه بدن او ذهن د ښځو په نسبت قوي دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.