زه ملزم نه يم مدعي يم! د کتاب ديارلسمه برخه.

ديارلسمه برخه

د بې درکه کسانو معامله کله او څنګه د (MTM) په غوښتنو کې شامله شوه؟

خبريال وېب پاڼه: ایم ټي ایم که څه هم داسې ډېرې مهم مسایل روښانه کړي و چې دا ظرفیت يې درلود چې یوه ورځ به ټول پښتانه پرې راټوليږي. د پښتون کلتوري لباس ( ګرد خت) ته د پاکستان د پوځ لخوا د شوي سپکاوي په وړاندې (اېم ټي اېم) ټول پښتون ملت راټول کړی و.

د بې درکه کسانو مسئله په اېجنډا کې اضافه کول یوه ډېره حساسه او نازکه مسئله وه، پدې کې د مشر منظور پښتین نظر دا و  چې دا مسئله ډېره نازکه ده هسې نه چې د غږ پورته کولو سره مو کورنۍ وګواښل شي، نو پدې کې زموږ د ټولو نقصان دی او حقیقت هم همدا و. نو د دې لپاره دا پرېکړه وشوه چې که کورنۍ راسره یوځای دريږي نو موږ به يې غږ پورته کوو.

له موږ سره په اېم ټي اېم کې جاوید محسود صېب هم و او دی یواځينی کس و چې په موږ کې له عمره پوخ و. د هغه د تره زوی چې د حصدار ځواک غړی هم و، له پوځ سره د چاودنې د الزام په تور بندي و. جاوید محسود خپله خپل تره زوی طاهر عرف طور خان پوځ ته سپارلی و او هغه ته يې یقین ورکړی چې په یوه هفته کې به درخوشی شي. خو پوځ تل دروغ کوي، د طور خان څو میاشتې وشوې، نه یې را  خلاص کړای شو او نه هم د ملاقات اجازه وه. طور خان د ټانک ټولو سیاسي کسانو هم پېژنده. هغه په فرضګارۍ مشهور څوک و. یو وار هغه ته امر کړل شوی و چې هېڅوک د ټانک سیاسي انګر ته مه راپرېږده په همدې وخت د پوځ د یوه ډګروال موټر راغی، نو هغه ته يې هم اجازه ورنکړه. ډګروال غوښتل هغه وډار کړي خو هغه پاک ورته وویل چې ماته امر راکړل شوی چې هېڅوک دننه پرېنږدم اوس که ته ډګروال يې یا هم جنرال، ماته هېڅ فرق نه کوي خو تاسې د ننه نشئ داخلېدی.

بیا د ننه سیاسي اجنټ سره اړیکه ونیول شوه او هغه خپله په منډه ورته راغی. وايي همغه ډګروال طاهر ته د ښې وظیفې ترسره کوونې شاباسی ورکړ او همدا څېز د هغه د مرۍ پړی هم شو. بیا د ناصر په نوم یوه مېجر ته وسپارل شو، کوم چې هغه ته اختطار هم ورکړی و.

جاوېد محسود وېرېده چې طاهر ته کوم زیان ونه رسوي هره سیاسي دروازه يې وټکوله مګر چا غوږ پرې ونه نیوه تر دې پورې چې هغه سیاسي ادارې چې طور خان ورسره کار کوو، چپ پاتې شوه. بلاخره جاوید محسود د احتجاج اعلان وکړ، موږ ورسره ومنله، په سوشیل مېډیا مو هم کمپاین شروع کړ، خو د احتجاج کولو موقع پيدا نشوه او طور خان يې راخوشی کړ.  د هغه هم د ږېرې او بریتونو بد حال و، جاوید محسود د طورخان د راخوشي کېدو کرېډټ اېم ټي اېم ته ورکړ.

په همدې ډول یوه بله قضیه د سعیدالله راغله. د هغه کار ډریوري وه. د ټانک او وزیرستان په لار يې موټر چلوو. د هغه موټر هم واخېستل شو او هغه هم بې درکه کړای شو. د هغه لپاره موږ په سوشیل مېډيا باندې غږ پورته کړ. استحباراتي ادارو او په ځانګړي ډول طالبانو باندې دا خبره بده لګېدلي وه چې موږ لیکلي و: سعیدالله راخوشی کړئ. یعنې دا هغوی ته د امر کول و ځکه.

د هغه ورور ته يې اخطار ورکړی چې که له موږ سره يې بیا ولیدل نو د خپل ورور جنازه به ومومې، هغه وویرېدو او له موږ په شاه شو. پر موږ زیات فشار راغلو، یعنې هغه څه وشول له څه چې وېره وه، بس موږ وویل چې داسې کار نه کېږي. موږ باید یو اصولي دريځ خپل کړو، چې احتتاف او بې درکه کول یو غیر قانوني کار دی. هغه ته سزا ورکول او پرېښودل د محکمې کار دی. موږ به دا غوښتنه کوو چې هر بې درکه کس دې محکمه کې وړاندې شي او څه چې قانون وايي هغه عمل دې وشي. د سعیدالله په معامله کې پر موږ فشار وارد شو چې له خپلو اکاونټونو د هغه د راخوشي کېدو پوسټونه ډيليټ کړو، خو موږ خپل اصولي دريځ پرېنښود او څو میاشتې وروسته راخوشی شو.

۲۰۱۷ دسمبر کې مو دا فیصله وکړه چې لکه څه ډول چې زموږ مسائل دلته نه حل کېږي او موږ پدې تړاو ډېرې لیدنې هم کړي دي او هېڅ نتیجه يې نه لرله، نو موږ دا فیصله وکړه چې ۲۰۱۷ په اخر کې یا د ۲۰۱۸ په پیل کې به اسلام اباد ته ځو او هلته به راټولېږو. خو زموږ هېڅ ملګري دا فکر هم نه و کړی چې  ۲۰۱۸  کال به پر پښتون قام د تپل شوي جنګ وروسته. داسې انقلابي کال وي. د ۲۰۱۸ د جنورۍ میاشتې پنځمه نېټه وه زموږ ناسته وه چې اسلام اباد کې به څه وړ راټولېږو، پدې کې زموږ د ایم ټي اېم یو ملګري نور رحمان وویل چې زما یو خپلوان له کراچۍ څخه بې درکه کړل شوی دی.

دری ورځې کېږي چې هېڅ مالومات يې نه کېږي. هغه د هغه تصویر راوښود، ما وې دا خو لکه اداکار داسې دی. ایا ماډلینګ یا اداکاري هم کوي؟ هغه وویل نه، خو د هغه ډېر شوق و. موږ وویل د ده کورنۍ راوله چې موږ سره ثبوت وي چې پر سوشیل مېډيا ورته کمپاین وکړو. هغه وویل چې د هغه کورنۍ په وزیرستان کې ده او ټول ډاريږي، په کراچۍ کې يې تره هم له کراچۍ وتلی دی. موږ سره ویره وه چې که موږ کمپاین شروع کړ، هسې نه هغه ته زیان ورسيږي او بیا د نقیب الله کورنۍ زموږ شاه راونیوه چې موږ خپله یو، تاسو ته د څه کولو څه ضرورت و؟ موږ هغه ته وویل چې هر ډول وي د هغه کورنۍ رضا کړه او مخکې يې را وباسه. نن زه فکر کوم چې که موږ هغلته کامیاب شوي وی، نو ممکن نن به حالات بل ډول وی.

بیا له پیل ورځې را وروسته چې موږ د بې درکه کسانو په قضیو کار وکړ، دا هڅه به مو کوله چې د بې درکه کس کورنۍ لپاره یو څه امکانات پيدا کړو، چې د بې درکه کس لپاره یو څه شوي وي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum