fbpx

بس زه دې نور ملاتړی نه یم!

زه يې د عمر سره کوم ستونزه نه لرم! خدای تعالی دې وکړي چې شپږ کلنه وي زما ستا يې په څه!

هسې هم مخکې به ښځو عمر کم ښوده او نن سبا سړي په دې مرض اخته شوي دي. په دې باره کې يوه عامه مقوله هم شته چې وايي « له سړی څخه به د تنخواه پوښتنه نه کوې او له ښځې څخه د عمر» نو ځکه يې د عمر سره کومه ستونزه نه لرم.

آغلې ډيوه صمد په ۲۰۱۷ع کال کې له پوهنتون څخه فارغه شوې ده او په ۲۰۱۸/۳ مياشت کې د ولسمشر په دفتر کار پيل کړی. ننی ورځې تاريخ ۲۰۱۸/۱۰/۹ ع دی؛ يعنې په په شپږو مياشتو کې يې دا دريمه ترفيع ده. دې ته اوس فکر کول پکار دی.

زما غوندې عام وګړی، چې څلورم بست ته اپلای کوي، اصلاحاتو ادارې اداره ورته ځانګري قوانين وړاندې کړي، که په‌ دې قوانينو پوره کولو کې لږ هم پاتې راغلې بیا د د غږ اوريدلو څوک نشته.ډيوه صمد

هغه قوانين لکه: د ليسانس دورې اسناد، TIN , درې يا څلور کلنه تجربه کاري( چې له مربوطه ادارې او وزارت ماليه له خوا تایید شوې وي) ، خلص سوانح (چې له شپږو مياشتو ډېره موده نه وې ورباندې تېره شوی)، د هر کال جدا، جدا قرارداد ، هويت پاڼه، او داسې نور…

د يو عام وګړی ټول اسناد دومره په دقت سره کتل کېږي ؛چې وړه غلطي ورڅخه نه بچ کېږي. او چې پورتني اسناد دې پوره نه وي؛ نو بيا راشه که تودېږي. چې افلاطون هم شي ولاکه ورڅخه شارټ ليست شي.

ډيوه صمد آغلې تير کال فارغه( عکس کې په نښه ده) شوې؛ تجربه کاري یې چېرته ده، په سی وي کې غلطي شته( په عکس کې مې په نښه کړې ده) دومره ستونزو سره څنګه د اصلاحاتو اداري له ادارې څخه تېره شوي ده؟؟؟ډيوه صمد سي وي

مفکر صاحب نور بس ده؛ د واک په شروع کې دې ټول ملاتړي وو مونږ ويل ستونزې زياتې دي خیر دې وروسته به سم شي او رېښتيا هم د واک (دورې) منځ کې دې لږ ښه کارونه هم وکړل چې سترګې ورڅخه نشي پټېدلای؛ خو اخېره‌ کې درڅخه وشړيده.

چې ښه مثال دغه آغلې ډيوه صمد چې اوس مو ټاکلې ده، هغه د دفاع وزارت د پاليسۍ جوړونکي هم راڅخه هېر نه دی.

بس زه دې نور ملاتړی نه یم!!

ليکوال : حبيب الرحمان غازي زوى

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.