The news is by your side.

اخلاص

عبدالرحمن بابا وايي:

ګوره څه بلند مقام دی د اخلاص

چې جهان واړه غلام دی د اخلاص

د عبدالرحمن بابا پورته بيت ته په کتو دا جوتېږي، چې اخلاص د لوړ دريځ او اغيزې څخه برخمن دی، چې آن ټوله نړۍ ورته غلامي کوي، د غلامۍ څخه موخه داده، چې د نړۍ هر وګړی اخلاص خوښوي او اخلاص غواړي. که ځير شو؛ نو دې پايلې ته به ورسېږو، چې د نړۍ پر مخ هر اوسېدونکی غواړي چې اخلاصمن واوسي او هم له نورو څخه د اخلاص تمه کوي؛ دا ځکه چې انساني ژوند په اخلاص ولاړ دی او د انساني ژوند ښکلا په اخلاص کې پرته ده.

د دې لپاره چې د اخلاص په اړه په ډېر څه وپوهېږو اړينه ده تر څو لومړی يې له پېژند سره اشنا شو، په لغت کې د ريا ضد ته او د کړنې ځانګړي کولو ته وايي، په اصطلاح کې نيت پاکول دي. د غير الله (ج) څخه يا د عمل پاکول دي له هغه څيز څخه چې اړه ورپورې نه لري، اخلاص يعنې د عمل او نيت پاکول له هر شک څخه؛ د بېلګې په توګه په هر حالت کې بايد يوازې الله(ج) ته طابع واوسو، او په هېڅ عبادت کې شرک، شک او بې باورۍ ته ځای ور نه کړو. اخلاص يو فضيلت دی او دغه فضيلت د څو عناصرو په شتون کې خپل موجوديت څرګندوي.

١-: يقين:

يقين د اخلاص غوره سرچينه ده، هغه څوک اخلاصمن کېدای شي، چې يقين ولري؛ خو پاک او سپېڅلی يقين که د چا يقين سپېڅلی نه وي؛ نو د اخلاص څښتن نشي کېدای.

٢-: مثبت اند (فکر):

هغه انسانان چې اند او فکر يې مثبت نه وي او هرې مسئلې ته د شک او بې باورۍ په نظر ګوري؛ د اخلاص څښتنان نه دي او تر هغې چې خپل اند مثبت نه کړي اخلاصمن به نشي.

٣-: پوهه:

هغه پديده چې په واسطه يې انسان خپل ځان، خدای﴿ج﴾ او ټوله هستي پېژني او د ټولو نېکمرغيو سرچينه ده؛ پوهه ده. پر پوهه سمبال انسان تر بل هر چا د اخلاص په معنا او ګټه ښه پوهېدای شي او هڅه کوي، چې خپله هره چاره په پوره اخلاص سره ترسره کړي؛ نو ځکه د اخلاص لپاره پوهه اړين توک دی.

٤-: له غير الله﴿ج﴾ څخه نهيلي:

انسان ته اړينه ده، چې يوازې خپل لوی خدای پر هرڅه واکمن وګڼي او له هغه﴿ج﴾ څخه بغير له بل هر څه او هر چا څخه د مرستې تمه و نه لري، چې په دې سره به يې يقين پاک او شک له منځه ولاړ شي، له نورو به نهيلی او خپل خدای ته به مخلص شي.

٥-: لږې هيلې لرل:

ځينې انسانان ډېرې او بابېزه هيلې لري او هڅه کوي، چې خپلو هيلو ته ځان ورسوي په پيل کې هڅه کوي چې له اخلاص څخه کار واخلي؛ خو د هيلو ډېروالی انسان اړ باسي تر څو له بېلابېلو لارو کار واخلي چې ژر خپلو موخو ته ورسېږي؛ په دې سره انسان له يو راز کړاوونو او ستړياوو سره مخ کېږي، همدا ستړيا د اخلاص له منځه وړونکې ده او انسان په غفلت کې اچوي؛ نو هيلې مو بايد لږې کړو ترڅو خالص اعمال ولرو.

٦-: عبادت:

رښتينی عبادت د انسان د اصلاح يا سمون لامل ګرځي؛ انسانان دې هڅه وکړي چې خپل عبادت عادت او ميراث نه بلکې لازم او واجب وګڼي؛ ترڅو سم عبادت يې په برخه شي او په ټولو اعمالو کې يې سمون راشي چې دا سمون او اصلاح به يې د اخلاص لامل شي.

ليکوال : حياتي

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.