کور پاڼه / فلم او هنر / اميتاب بچن له ټويټر سره مخه ښه کوي

اميتاب بچن له ټويټر سره مخه ښه کوي

د هندي سينما نوموتي فلمي ستوري اميتاب بچن د ټولنيزو رسنيو وېبپاڼې ټويټر سره د تل لپاره د مخه ښې پرېکړه کړې ده.

د هند دا نوموتى ستورى نه يواځې دا چې د هند په فلمي مېدان کې پاچاهي کړې ده، بلکې د ټولنيزو رسنيو په وېبپاڼه ټويټر هم په کروړونو مينه وال لري، همدا وجه ده چې هر وخت په ټويټر فعال وي او د خپلو مينه والو سره د خپلو انځورونو تر څنګ هر وخت خپل خبرونه هم شريکوي، خو اوس د اميتاب بچن د مينه والو لپاره ډېر بد خبر دا دى، چې نوموړى له ټويټر څخه داسې خپه شوى دى، چې د تل لپاره يې د پرېښودو پرېکړه کړې ده.

View image on Twitter

اميتاب بچن په ټويټر يو انځور پوسټ کړى دى او د ټويټر په مسوولينو يې سختې نيوکې کړي دي، هغه ليکلي دي، چې تاسو زما د مينه والو شمېر کم کړ؟ دا څه ډول ټوکه ده، خېر! د ټويټر سره تراوسه پورې مزل مو ډېر ښه و، اوس وخت راغلى دى، چې ورسره مخه ښه وشي، او د مينه والو سره د اړيکو ساتلو لپاره نورې هم ډېرې ټولنيزې وېبپاڼې شته، چې ډېرې خوندورې هم دي.

ياده دې وي چې د اکتوبر ٢٠١٧ز کال پورې په ټويټر د اميتاب بچن د مينه والو شمېر تر ٣ کروړو پورې رسېده، چې په دسمبر کې بيا د هند د لومړي وزير نريندرا مودي نه وروسته اميتاب بچن دوهم سړى و، چې ډېر مينه وال يې درلودل، خو اوس د اميتاب بچن د مينه والو يا فالو کوونکو شمېر لږ شوى دى او د هند نوموتى ستورى شاه رخ خان له اميتاب بچن څخه مخکې شوى دى.

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

پريانکا چوپړا د روهينګيايي کډوالو سره ليدلي

د هندي سينما نوموتې ستورې تېره ورځ په بنګله دېش هېواد کې د روهينګيايي کډوالو …