fbpx

محمد شعیب ثابت د فراه نوی والي ټاکل شوی

ولسمشر غني د یو حکم په ترڅ کې محمد شعیب ثابت يې د فراه والي په توګه ټاکلی دی.

تردې وړاندې عبدالبصیر سالنګی د یو کال مودې لپاره په یاد ولایت کې د والي په توګه دنده ترسره کړې ده.

په هغې خبرپاڼه کې چې د سیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د مطبوعاتي دفتر له خوا خپور شوې راغلي چې محمد شعیب ثابت د سیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د وړاندیز او د ولسمشر د منظوري له مخې په دې دنده ګمارل شوی دی.

ښاغلی ثابت په څو  ولایتونو کې کاري تجربه لري او د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې زده کړه کړې ده.

د یاودنې وړ ده چې محمد شعیب ثابت تردې وړاندې د کندهار ولایت د استېناف د مشر په توګه دنده ترسره کوله او وړاندې د پکتیا او نیمروز ولایتونو د استېناف مشر هم وو.

تردې وړاندې دګرجنرال عبدالبصیر سالنګي د فراه والي په توګه دنده ترسره کوله.